د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ساحو له پراخېدو سره د بيارغونې لړۍ هم چټکه شوې، چې همدا اوس د نږدې ۳۰ ميلياردو افغانيو په لګښت، د ډېرو پروژو کارونه پيل شوي دي.
شاه محمود میاخېل زیاتوي: «دا د کانال له پروژې نه په ننګرهار کې دا لويه ابادي او د رغونې کارونه دي، چې روان دي. په دې کې د ۲۰۸ بابه مکتوبونو ودانۍ دي، د زر بستريز روغتون کارونه دي، د ولسواليو کلينيکونو کې انتظار خونې او نورې ډېرې مهمې پروژې په کې شاملې دي».
د مياخېل په خبره، ځينې پروژې سږ کال پيل شوې او ځينې نورې لويې پروژې چې مخکې کلونه پيل شوې وې، خو کارونه يې نيمګړي پاتې وو، اوس يې کارونه بيا پيل شوي دي.