د خوړو او زراعت نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د نفوس ۳۳ سلنه وګړي یعنې ۱۰ میلیونه خلک د خوړو خوندیتوب نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ددغه ادارې په خبره اووه میلیونه وګړي په بحراني او ۲ میلیونه وګړي د خوړو له اړخه په اضطراري حالت کې ژوند کوي. سرچینه همدا راز کاږي چې د نړیوالو له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره لا هم میلیونونه افغانانو د خوړو له کمښت سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. بل پلو د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا وایي چې د یاد سازمان تر شمېرو ډېر خلک د خوړو له اړخه له اضطراري حالت سره مخ دي. دغه وزارت وایي چې نږدې ۴۴ سلنه خلک غذايي مصونیت نه لري. د خوړو نړیواله اداره بیا وايي چې روان ژمی به په افغانستان کې پنځو میلیونه وګړو ته د خوراکي توکو مرسته وکړي.