د خوست ولايت سوداګرو ويلي، د تېر کال په پرتله سږ کال د جلغوزیو حاصلات زيات او بيه يې دوه برابره لوړه شوې ده.
هغوى اټکل کوي چې سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ٣٠ زره مټريک ټنه جلغوزي چين ته صادر شي.
هغوی يې عمده لامل د افغانستان او چين تر منځ د هوايي دهليز پرانيستل بولي، چې له امله يې د دغه ولايت د جلغوزيو بيه لوړه شوې ده.
د دې تر څنګ، د ولسمشر غني له لوري د جلغوزیو پر قاچاق بنديز هم ښايي سږ کال د جلغوزيو د بيې لوړېدو بل لامل وي.
دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته په يوه ځانګړي مارکېټ کې لومړى چاڼ او بيا په بوريو کې تر بسته بندۍ وروسته، چين ته د استولو لپاره کابل ته لېږدول کېږي.
د جلغوزیو د سوداګرو په خبره، دغه ځای کې د جلغوزيو د پاخه من نرخ چې ۵۰ کيلوګرامه دی، شاوخوا ۱۲۵ زره افغانۍ دی.