د پکتیا ولایت د مچلغو اوبو لګولو او برېښنا بند د جوړولو پروژه د ارګ عملیاتي ادارې ته سپارل شوې ده. د ارګ د عملیاتي ادارې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي تدارکاتو کمیسیون په ناسته کې چې د روانې اوونۍ په لړ کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، له پراخو بحثونو وروسته پرېکړه شوې ده چې دا پروژه د ملي پراختیا او عملیاتي ادارې د بنایي ساختماني تصدۍ له لورې پلې شي. د سرچینې په وینا، د ارګ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا، د مچلغو بند د لومړۍ برخې پاتې کارونه او د دوهمې او دریېمې برخې د جوړولو او پلي کولو چارې به شاوخوا څلور کاله وخت ونیسي. د یادونې ده چې د دې بند د جوړولو په اړه پخوا له بیلابیلو شرکتونو سره قراداد شوی وو خو شرکتونه په دې ونه توانېدل چې دا پروژه پلې کړې چې له امله یې په وار وار خلکو شکایتونه وکړل او ولسمشر یې د ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړ. اوس یې یو ځل بیا د جوړولو ژمنه شوې ده خو دا چې دا ځل به یې عملي چارې پیل شي او کنه، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.