په بلخ کې بڼوال وايي چې د املوکو په حاصلاتو کې یې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. د بلخ ولایت بڼوال او د کرنې ریاست چارواکي وایي چې په ګډ کار سره توانېدلي په دغه ولایت کې د املوکو بڼونه ډېر کړي. له دې سره په دغه ولایت کې دیادې ګټورې مېوې حاصلات هم ډېر شوي دي. د بلخ کروندګر وايي چې د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی او سلګونه ټنه املوک یې بازار ته وړاندې کړي دي. د کرنې ریاست چارواکي هم وایي چې دوی په دغه ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په هڅه کې دي او تمه لري چې ددغه ولایت له مساعد اقلیم د بڼوالۍ او زارعت لپاره ډېره ګټه پورته کړل شي. سرچینه کاږي چې د خپلو پلانونو له مخې یې تر دې دمه په شمالي ولایتونو کې زرګونه جریبه باغونه جوړ کړي دي او د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي.