د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سولې د خبرو اترو له لغوه کېدو وروسته، چې یوازې ډاکتر غني ترې ملاتړ وکړ، نور په کور دننه، نړیواله او سیمه ییزه کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.
مونږ هغه مهال هم پر دې ټینګار کاوه او باوري وو چې امریکایان یې په جګړه نه شي ګټلی؛ دا ځکه کله چې د هوچېمین په مشرۍ ویتنامي کمونېستانو د روسانو او چینایانو ملاتړ خپل کړی و، خو له امریکا سره یې ځواک د مقایسې وړ نه و، هغه څه چې د امریکایانو ملا یې ورماتوله، هغه د امریکا برید اشغال بلل کېدل وو.
د افغان ـ امریکا په اوږده جګړه کې چې امریکایان یې د خپل تاریخ تر ټولو اوږد او ستړی کوونکی ټکر بولي، اوس نه یوازې د اشغال ښکاره بڼه خپله کړې، بلکې د ۲۰۱۴ ز کال له ناندریو او شرم ډکه ټاکنیزه ننداره او په پایله کې یې د افغان ملت د ارادې پر خلاف د یوه دو سره، بلواکه او کاواکه حکومت اعلان هغه هم د امریکا په سفارت کې او بیا د همدغه بدنام حکومت له لوري د داسې فجایعوو او وحشتونو رامنځ ته کېدل، چې د یعقوب خان مخ یې ومینځو، شاه شجاع یې ښاغلی او د سقاو، امین، کارمل او نجیب په څېر بدنامانو ته یې اخلاقي برائت ورکړ، دا هرڅه د امریکایي ماموریت پر ریښه د تبر وهل وو.
خو د ۲۰۱۹ ز کال ټاکنې چې متفکر غني د غازي امان الله خان د ناتمام فصل بشپړول او د جمهوریت حجت بلل د ولس له لوري پريکون او نه ګډون چې غني د ولس پر لومړیتوب(سولې او امن) مخکې والی ورکړ، امریکا ته یې دا څرګنده کړه چې نور په یوه بایللي قمار لالچ او ټینګار کول به دوی د شوروي اتحاد پر شرموونکي برخلیک اخته کړي.
په هر صورت، اوس چې د طالب او امریکایي بندیانو تبادلې د امریکا او طالبانو تر منځ د یوې هوکړې په برخه کې هغه پرې شوی اعتماد یو ځل بیا د طالبانو د عاقلانه دریځونو او د زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې رغول شوی، اوس د ټرمپ له تازه څرګندونو داسې ښکاري چې ټرمپ د بیا خبرو پیل ته هسي یوه پلمه لټوله او دا چې نوموړی وایي چې مذاکره کوونکی پلاوی یې له طالبانو سره د یوې هوکړې لپاره همدا اوسمهال پر خبرو بوخت دی، چې په عیني وخت کې یې ډاکتر غني هم کمپ ډیویډ ته احضار کړی، ښیې چې ټرمپ نور دې پرېکړې ته رسېدلی چې خپل عسکر خپل کور ته ور وګرځوي.
پر همدي بنسټ د سولې په نوي پړاو کې څو ټکي ډېر مهم دي، چې د دې بهیر په لړ کې هیلې او خنډونه زیږولی شي.
لومړی: ټرمپ د خپلو تازه څرګندونو په لړ کې له فاکس نیوز ټلویزیوني شبکي سره زیاته کړې چې دوی له طالبانو سره پر یوه هوکړه کار کړی، هغه چې د نوموړې په خبره په افغانستان کې به سوله راولي او دوی به ډېر ژر خپل عسکر له افغانستانه وباسي.
دا په دې مانا چې امریکا نور دې سوچ ته رسېدلې چې په افغانستان کې یې شتون په ګټه نه دی، له نظامي لارو بریا ته نه شي رسېدلای او د غني وربلل هم تر یوې هوکړې وړاندې په حقیقت کې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه د سولې تر هوکړې مخکې د غني غوږونو تاوول او پر دې پوهول دي چې که له طالبانو سره د هوکړې خنډ شي؛ نو امریکا چمتو ده چې په یو هر اړخیزه توګه خپل عسکر وباسي او دوی تنها پرېږدي.
ځکه د ټرمپ تر اعلان یوه اونۍ وړاندې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مذاکره کوونکی پلاوی په قطر کې مېشت و او داسې ګنګوسې هم شته چې خبرې پای ته رسېدلې او یوازې د غني امریکا ته تر تګ پورې پاتې وې.
دویم: د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ډېره لېوالتیا د دې بهیر بله هغه هیله بښوونکې برخه ده چې د افغان حکومت د ماتې او پر امریکا دې فشار تله یې درنه کړې ده.
د بېلګي په توګه، کله چې ټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړې، د سیمې مهمو هېوادونو روسیې، چین، ایران او نورو هېوادونو له خوا پر هغو منفي غبرګونونه ښکاره شول. له دې داسې ښکاري چې دغه هېوادونه د سولې په پروسه کې تر پخوا زیات ښکېل دي، کوم چې د روسیې په محور کنفرانسونه او داځل په چین کې د یوې بین الافغاني ناستې تابیا د دې علاقې جدي ښودنه کړې، بل لور ته د دغو هېوادونو فشار تر ډېره د افغان حکومت د خپلسریو او د واشنګټن د یکه تازي او انحصار واک مات او د سولې د روان بهیر د شلېدو امکان هم لږ کړی دی.
درېیم: د افغان ـ امریکا جګړې په برخه کې تر څه کم دوو لسیزو وروسته، یو بل ښه پرمختګ چې اړتیا یې لیدل کېده، د سولې له داعیې د مطرحو سیاستوالو او عام ولس په یو غږ د ملاتړ تشه وه.
مګر د ۱۳۹۸ لمریز کال له ټاکنو سره د ولس بې ساری پرېکون او بل خوا د غني او ارګبګیانو د هڅو پرخلاف د افغان سیاستوالو له لوري چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د شمال ټلواله او بي پرې مخور یې ښه بېلګه ده، د حکومت د استبدادي او سوله دښمن محوریت پر خلاف درېدل او د حکومت له قرائت سره په تقابل کې د سیاستوالو دې درک ته رسېدل چې د بهرنیانو شتون د روانې جګړې او افغان وژنې یو له اصلي عواملو څخه دی، دا د دې ښودنه کوي چې نور د سولې راتګ او د بهرنیانو وتل یوازي د طالب د حیثیت داعیې نه؛ بلکي يوه پراخه ولسي غوښتنه ده چې که هر څوک یې پر وړاندې ودرېږي، ماتېږي به او د خدای او تاریخ پر وړاندې به ذلیل او محکوم وي.
څلورم: د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پر وړاندې مهم خنډونه د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې، د داعش د پروژې د بیا بیا ختمېدو له اعلان سربېره، د هغوی ژوندي ساتل کېدل، د امریکا بې ثباته او متضاد دریځونه او په ټوله کې د غني پر ورانکاره او سوله دښمن دریځ د لازمو فشارونو نه راوستل، هغه موضوعات دي چې باید امریکایان یې په عمل کې د سولې د یوې هوکړې له لارې پای ته ورسوي.
همدارنګه طالبانو ته هم پکار ده چې د پخوانیو کمزوریو او ابهامونو د تکرار مخه ونیسي، د سولې په جریان کې واړه مسایل باید د دې سبب نه شي چې د یوه ملت برخلیک ټاکونکي لومړیتوبونو ته پکې زیان ورسیږي. دوی باید د افغان ژغورنې دغه نیمګړی فصل په خپل تدبیر سره ثمر ته ورسوي او په دې برخه کې له موجوده سیمه ییز لیدلوري، کورنی ذهنیت او نړیوال دریځ څخه په حکمت او هوښیارۍ ګټه پورته کړي، څو د افغانانو د سپېڅلو هیلو او بې ساري سرښندنو رښتینی درناوی شوی وي.