سه شنبه, اگست 18, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې ۹۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي

    لوګر کې ښځو ته د خوندي زېږون لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي

    د ا.ا چاواکي: د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي

    د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې ۹۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي

    لوګر کې ښځو ته د خوندي زېږون لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي

    د ا.ا چاواکي: د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي

    د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

خونړۍ جګړه او د سولې هڅې؛ دې هېل: د امریکایانو حضور په افغانستان کې د جګړې د دوام ستر لامل دی

دسمبر 22, 2019
in افغانستان
0 0

امریکایي چارواکي وایي، افغان جګړه یوازې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له لارې د حل وړ ده. وروسته له هغه چې واشنګټن پوسټ د افغان جګړې په اړه ځینې اسناد خپاره کړل، امریکايي حکومت دلته د روان وضعیت په اړه تر سخت فشار لاندې دی. نړیوالې رسنۍ پر دې باور دي چې امریکا د یوې بې پلانه او نامعلومې جګړې لپاره زرګونه افغانان وژلي دي. په دې وروستیو کې ډېرو رسنیو د واشنګټن پوسټ پر اسنادو تحلیلونه خپاره کړي. امریکايي جنرالان هم ځان بریالی بولي او په خبره یې، اوس د دې وخت دی چې جګړه د افغانانو په لاس ختمه کړل شي.

د واشنګټن پوسټ د اسنادو تر خبرېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره لوړپوړو امریکايي نظامیانو پر دې اسنادو څرګندونې وکړې. دوی دغه اسناد رد کړل، خو ځانونه یې بریالي وبلل. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، اسناد ناسم دي او دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دي. د ده په خبره، افغانستان اوس یو حکومت لري او طالبانو ته پکار ده چې له یاد حکومت سره خبرې وکړي. میلي وايي، افغان جګړه یوازې او یوازې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو او توافق له لارې د ختمېدو وړ ده.

بلخوا دې هېل نړیوالې نشریې هم بیا په افغانستان کې پر روانه جګړه یو تحلیل خپور کړی دی. په دغه تحلیل کې راځي چې په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې ستر لامل د امریکا موجودیت دی او که دغه هېواد له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، نو خونړۍ جګړه به هم ورسره ختمه شي. د مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې د امریکا له میلیاردونو ډالرو مصرف سره سره، دا هېواد د دې جګړې پر ګټلو بریالی شوی نه دی او په خبره یې، د افغان ستونزې هواری د امریکا له وسه پورته خبره ده.

لیکوال او نظامي کارپوه جراد لابر وایي، دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د پیل شویو خبرو په لړ کې د ټرمپ له هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې په خبره یې، غواړي له افغانستانه خپل څلور زره سرتېري وباسي. هغه وايي: ((د ټرمپ دا پرېکړه پر ځای ده چې غواړي له افغانستانه سرتېري وباسي. اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې خپل حضور پای ته ورسوو)).

لابر د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغو اسنادو ته په اشارې چې ویلي یې وو، امریکایي مشرانو د افغان جګړې په اړه خلک تېر ایستلي دي، زیاته کړې، د افغان جګړې ګټل ناممکن دي او له همدې امله د سرتېرو ایستل غوره پرېکړه ده. دی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په حضور سره به یوازې او یوازې د دوی تلفات ډېر شي، خو بیا به هم له نظامي لارو جګړه و نه ګټل شي.

د دې هېل په دغه مطلب کې د اداري فساد په اړه هم لیکل شوي، د امریکا او ځینو نورو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو له لوري د بې شمېره پیسو ورکړه او له هغو د غوره نظارت نشتون په افغانستان کې پراخ فساد ته لار هواره کړې او دا پیسې د بیارغونې پر ځای د فاسدو دولتي چارواکو او مافیایي کړیو جیبونو ته تللې دي.

بلخوا د امریکا د دفاع وزیر بیا د دې جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي. مارک ایسپر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی په افغانستان کې یو واضح ماموریت لري او هغه د ترهګرو ختمول دي. د ده په خبره، دوی د ترهګرو تر ختمولو پورې په دغه هېواد کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې ترهګرې ډلې په دې هېواد کې امن پټنځایونه ولري. نوموړي د سرتېرو د کمولو په اړه هم ویلي چې تر اوسه یې په دې برخه کې رسمي سپارښتنه او یا امر نه دی تر لاسه کړی. د پنټاګون مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د زرګونو عسکرو د وتلو راپورونه خپاره شوي دي.

Tags: featured
Share11Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رویټرز: د ټرمپ محبوبیت د ولسمشرۍ تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی

اگست 18, 2026

هرات کې ۹۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي

اگست 18, 2026

لوګر کې ښځو ته د خوندي زېږون لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي

اگست 18, 2026

د ا.ا چاواکي: د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي

اگست 18, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In