تاریخ په یاد نه لري چې پر ځان بسیا ملتونو دې د تاریخ جبران چې د ځان جوړونې او ټولنیز سمون خبره ده، د ماضي په پیغور ګرځولو، د افتراه، تهمت او کینې په راسپړلو او په ټوله کې د غرضي عقدو، فردي انګیرنو، سیاسي تړاوونو او جغرافیایي، ژبني او قومي تضادونو د لیدلورو پر بنسټ ارزولي وي.
هغه چې د دې حساسیتونو او زوړپاله لیدلوري پایله بیا دومره ترخه او نه څکونکې وي، چې د ماضي د جبران پر ځای، د مخ پر ودې هېوادونو ـ ملتونو تاریخي دوام له کړکېچ سره مخ کوي.
د بېلګې په توګه، په یوه سیمه ییز ائتلاف کې د اماراتو او قطر د ماضي کړکېچ، په پاکستان کې د پنجابي ځانغوښتونکي هژموني پر بنسټ د پنجابیانو او سیندیانو د ماضي لانجه، د پنجابیانو او بلوڅو ـ پښتنو د ماضي خبره او یا تر دې ټولو پاروونکې او مشهوره یې په هند کې د اسلامي یرغلونو او حکومتونو له مهاله تر ننه د هندوانو او مسلمانانو د ماضي تریخ ټکر چې هندوان بومي مسلمان شوي هندیان پر دې ملامتوي، چې دوی د دې سبب شول څو د وخت مسلمان یرغلونه په هند کې د ځان لپاره د پښو ایښودو ځای پیدا کړي او تر دې لا ګواښوونکې دا چې لکه د بابري جومات هندوان مسلمانان د خپلو مذهبي ځایونو او عبادت خونو په مذهبي بدلون پړه بولي، هغه چې ډېر کله دغو ستونزو د هندیانو او مسلمانانو تر منځ په داسې حال کې تودې دي، چې هند نن د نړۍ یو پرمختللی اقتصاد او نظام لري، مګر د ملت جوړونې په برخه کې د یوه واحد ملت تعریف لاپکې ورک ښکاري. دا ځکه چې په هندي ټولنه کې پر ټولو پرمختګونو او لاس ته راوړنو سربېره، د ماضي د جبران بحث لا حل شوی نه ښکاري او سیاسي ګوندونه بیا له دغسې خړو اوبو سیاسي قدرت ته د رسېدو په لار کې بې دریغه استفاده کوي.
افغانستان؛ څوک باید ماضي جبیره کړي (طالبان که ټلواله؟)
تېره اونۍ په کابل کې د سولې او جګړې څېړنو انسټېټيوټ د سولې په برخه کې یوه نظر پوښتنه خپره کړه.
دې ناستې ته د بېلو افکارو او تړاوونو شخصیتونه رابلل شوي وو، چې د نظار شوراه د جاسوسانو جګړې مخکښ، د ټلوېزیون تپې مشهور چریک، د تنظیمي انارشېزم استازی او د امریکا د دوو لسیزو یرغل او افغان وژنې افراطي مدافع لوبغاړی امرالله صالح هم وربلل شوی و.
صالح د دولت جوړوونکي ټیم د مرستیال له دریځه په دغه ناسته کې په داسې حال کې چې د افغان ـ امریکا جګړې په برخه کې د طالبانو او امریکایي اړخ تر منځ رغوونکي او یوې هوکړې ته رسېدونکي ګامونه اخیستل شوي او افغانان پرته له ځانګړې سیمې، قام او ژبې له دې ناروا او تپلې جګړې څخه خپله ستړیا او کرکه ښیي، نو داسې مهال د صالح له لوري د جغرافیایي بېلتون، زړو عقدو او سیاسي نفاق اچولو په تړاو توندلاري دریځونه ښودل او د ماضي د جبران په برخه کې د تېر څه باندې څلورو لسیزو ناخوښو خبرو یادونه او بیا د پیغور او غچ په هڅونې سره له سولې سره دښمني ته چې د روانې افغان وژنې د دوام اصلي عامل او د لوی افغانستان د دښمنانو پنجاب، پرنګ، چنګیز او تزار پالیسي ده، غندو او د جاسوسانو د جګړې دې مخکښ صالح ته د نوموړي او د دې ډلې د سیاسي مانوفېسټ د څو غیري انساني کردارونو یادونه یې لازمه ګڼو.
۱.د پېښور د نمک منډیې د سپوږمۍ هوټل ته ورڅېرمه دوکانونه چې د پنجشیر د زمرودو او د بدخشان د لاجوردو پریمانه لیلام مارکېټ و، دغه ګران ارزښت کاڼي چا د چا د واک له سیمې بهر ته په چور او تالان سره یوړل او ایا د دغې ملي شتمنۍ د چور او تالان پړه د ښاغلي صالح سلفو مشرانو نظار شوراه او قومندان مسعود ته نه ګرځي.
۲. جنرال ضیاءالحق چې د وخت د افغان حکومتونو په ماتولو کې د نړیوالو څارګرو او یرغلګرو ځواکونو استازی و، د نوموړي تر وژل کېدو وروسته طالبانو که استاد رباني د کابل د پل خشتي جامع جومات د ضیاءالحق په نامه د نومولو نیت لرلو، اوس د دې ابن غلام کردار تعریف څوک څنګه کولای شي او ایا دې خلکو له پنجاب سره کله هم خپلې اړیکې سپینې او تعریف کړې.
۳. د ۱۹۹۲ ز کال د مې په ۲۴مه پاکستانۍ فرنتیر پسټ ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړ چې په هغه کې د آی اس آی مشر جنرال حمیدګل کابل ته د استاد رباني د دولت له لوري بلل شوی او د نظار شورا حکومت ورته د حسن نیت په موخه په پاکستان کې د ډاکتر نجیب د حکومت هغه پټ اسناد ورکړي، چې ښیي د نجیب حکومت په پنجاب کې ځینې موخې د ځانګړو پاکستاني کړیو پر مټ د افغان ملي امنیت د لومړیتوبونو پر بنسټ مخته وړې.
اوس د یوه هېواد له لوري د هغه هېواد د ملي امنیت د پټو اسنادو ورکول بل دښمن هېواد ته د صالح د پاکستاني ضد لیدلورو پر بنسټ ایا ملي خیانت، له پنجاب سره بې شرمانه دوستي او په ټوله کې د غلامۍ انتها نه ښیي او کله هم دې ښاغلو د خپلو دغو رسوا اړیکو څرنګوالی تعریف نه کړ او ایا له افغان ولس څخه یې په دې برخه کې لږ تر لږه کومه بښنه هم نه ده غوښتې. دا خو پرېږده چې له شوروي سره د پروټوکولونو، هغه د کورنیو جګړو پر مهال له روسيې او ايران سره استخباراتي اړيکې او حتى هغه د چترال له لارې د آى اس آى مرستې هم تعريف کړې او ولس ته پکې سپیناوی ورکړي.
۴. همدارنګه صالح طالب ته د ماضي د جګړو پيغور ورکړ او طالبان یې له سولې وروسته په افغانستان کې د سياسي مانوفېسټ پر نه لرلو تورن کړل.
مونږ که له صالح سره د نوموړي دا خبره هم ومنو، نو ایا اوسني حالت چې یرغل، افغان وژنه او شاته تګ دی، د دې حالت مسوول پرون او نن صالح او ډله یې نه وه؟ د بېلګې په توګه، هغه د کابل جنګونه، هغه د فرخار او بدخشان قتلونه او هغه د ټول شمال جنګونه چا کړي؟ د کابل د دارالمجانین د لیونو معصوم حرمتونه ستاسو لنډغرو او وحشي ملېشو ورمات کړل. که طالب په ۱۹۷۲ ز کال کې د تنظیمي جګړو عامل، د حل او عقد د شورا له لوري د واک انحصار او بیا له همدې فتنې د نظار شورا او قومندان مسعود ملاتړ او د واک پر سر د مجاهدینو له ټولو ډلو سره د قوم، ژبې او سیمې پر بنسټ جګړه د کوم افغانستان، ویاړ، ابادۍ، ملتپالنې، سیاسي مانوفېسټ او ملت جوړونه وه، په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د کابل په افشارو کې د سلګونو هزاره افغانانو قتل عام یوازې په دې ګناه و چې ولې عبدالعلي مزاري د رباني د واک انحصار نه منلو او د خپل قوم حق یې غوښت، د کوم سیاسي مانوفېسټ، انسانیت، عرفانپالنې او اسلامیت پر بنسټ وو، چې تا او همفکرانو دې د ټلوېزیون له تپې څخه په ړندو توپونو غلبیل غلبیل کړل، همدارنګه چا له امریکایانو د پښتنو پر کلیو او بانډو د B۵۲ امریکایي تیارو څخه د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه وکړه. همدارنګه ایا همدا تا امرالله صالح چې د امریکا له یرغل سره دې نیکټایي غاړې ته کړه، د ملي امنیت تر چتر لاندې زرګونه بېوزله افغانان شکنجه نه کړل؟ د(خاد) د پولیګون کیسې یې ونه خندولې؟ پښتانه دې په ږیره، لنګۍ، کالو او پښتو ویلو ونه ځورول او زندانونه مو پرې ډک نه کړل؟ د عزیز اباد په څېر چې ۹۹ پښتانه ستا د ریاست پر مهال د یوه غلط راپور له امله قتل شول، ایا لسګونه او سلګونه داسې تراژیدۍ مو رامنځ ته نه کړې؟ په دې کې تاسو د کوم افغانستان، یووالي، افغان ژغورنې او بیا راتلونکي کهول ته د سیاسي مانوفېسټ پیغام لری؟
۵. صالح طالبان د ډاکتر نجیب الله، عبدالعلي مزاري او نورو متنازعو سیاستوالو پر وژلو تورن کړل او په دې برخه کې یې د هغه وخت د واقعیتونو او دا چې رښتیا څه دي، له بحث څخه تیر شو.
که چا د ډاکتر نجیب الله د حکومت حالت لیدلی او یا په سم ډول مطالعه کړی وي، نو هغوی پوهیږي چې ډاکتر نجیب د وژلو ټول شرایط د نظار شورا د عواملو او په ځانګړې توګه د قومندان مسعود له لوري چمتو شوي وو، مګر یوازې د دار رسۍ او پر مرۍ یې د چاړې کشول پاتې وو.
د بېلګې په توګه، د ډاکتر نجیب الله د ناسکه ورور د ياداښتونو او د پیریانو جګړې کتاب د روایاتو پر بنسټ، د وخت ولسمشر څوځله غوښتل چې له هېواده بهر شي، مګر قومندان مسعود اجازه نه ورکوله او په زور سره د ملګرو ملتونو په دفتر کې ساتل کېده. سټي کول زیاتوي چې کله ډاکتر نجیب الله پو شو چې مسعود یې د مرموز مرګ پلان لري، نو یوځل یې د خپلو ملګرو پر مټ ځان تر هوایي میدانه هم ورساوه، مګر کله چې مسعود پرې خبر شو، نو ویې نیو او وروسته له هغه یې د یونما پر دفتر امنیتي تدابیر لا زیات کړل.
د دې تر څنګ، د عبدالعلي مزاري له کابل څخه د تېښتې او بیا د ناپیژاندو طالبانو لاس ته د هغه لوېدل او وژنه هسې یوه سهوي پیښه وه، ځکه که طالبانو خپل دښمنان وژلی، نو تورن اسماعیل خان چې پر هلمند، هرات او فراه کې یې له طالبانو سره خطرناکې جګړې وکړې او سلګونه طالبان یې وژلي وو، ژوندی به یې نه پريښود.
د مزاري کیسه او د مرګ اصلي لامل نظار شورا او په ځانګړې توګه د صالح د سترګو تور مسعود و چې په افشارو کې یې ډله او قوم د نژاد او مذهب پر بنسټ وربمبارد کړل. پر مزاري یې د ایران د جاسوسۍ تورونه ولګول او د کابل لوېدیځه برخه یې د صالح د عرفان، افغانیت او سیاسي مانوفېسټ پر خلاف په ورځو او میاشتو محاصره کړې وه، بمبارد یې پرې کاوه، له دریو خواوو یې قوم ور ووژلو او حتی د اسلامي باور او ملي ـ افغاني غیرت، دود او رواج خلاف یې پرې خوراکي توکي هم بند کړي وو، دلته سیاسي مانوفېسټ، عرفانیت او انسانیت چېرته وو؟
۶. تر ټولو جالبه لا دا چې صالح طالبان تورن کړل چې افغانستان یې د تروریزم پر ځاله بدل کړ او د یوه عرب په بدل کې یې پوره هېواد قرباني کړ.
لومړی داچې دا ښاغلي باید اعتراف وکړي چې اسامه بن لادن په ۱۹۹۶ ز کال کې د استاد رباني او سیاف په بلنه، د افغان اریانا په ځانګړې الوتکه کې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه اماراتو او بیا د جلال اباد د خالص صیب فامیلیو ته په لوی لاس ولیږدول شو، هغه چې په دې اړوند ستاسو ګرځنده جهادي حکومت، امریکا، سوډان، ایران او اماراتو لا له وړاندې هوکړه کړې وه او ستاسو او سیاف ګټه پکې د افغانستان ملي ګټې نه؛ بلکې د اسامه په پیخرو ثروت و.
کوم چې د دې حقیقت ښه بېلګه د سیاف د مرستیال احمدشاه احمدزي له لوري په کابل کې د القاعدې تنظیم مشرانو ته په دوو میلیونو ډالرو د کورونو پیرل او بیا هم د هغو پیسو او کورونو پر سر د سیاف او احمدشاه احمدزي تر منځ ټکر او جرګې وې.
پر همدس بنسټ، القاعده او اسامه ستاسو پخواني پارټینران او ملاتړي وو او افغانستان ته د بیا راوستلو سبب یې هم تاسې او سلف مو وو، نه طالبان.
۷. د دې تر څنګ، صالح طالبان چلېنج کړل چې اوس په کابل کې نږدې اووه میلیونه خلک اوسيږي، ولې ستاسو په واکمنۍ کې دا شمیر تر شپږو سوو زرو نه پورته کېده.
په دې اړوند هم نه صالح تاریخ جعل کولای شي او نه هغه حقیقت تحریفولای شي چې افغان ولس د سر په سترګو لیدلی، لمس کړی او یوه نه جبرانېدونکې بیه یې ورڅخه اخیستې، ځکه د کابل د جګړو اصلي عاملان د نظار شورا وه چې لومړی یې له جهادي تنظیمونو سره د مخکنیو توافقاتو پر خلاف پر سیاسي قدرت خېټه واچوله او وروسته یې د قدرت لپاره له ټولو تنظیمونو سره د قوم، ژبې، نژاد، سمت او مذهب په نامه یوه ناروا جګړه پیل کړله، هغه چې پایله یې د کابل وراني، له کابله د لومړي ځل لپاره د ټولو کابلیانو وتل، په لومړي ځل د کابل سراسري چور او تالان او دا لړۍ د یوې ناروا جګړې تر وروستۍ جنایي وحشتکارۍ چې هغه په بېلابېلو ډولونو او بڼو د افغانانو وژل وو، هم اختراع کړل.
۸. د افغانستان د تجزیې، قومي وېشنې، تعصب او د افغانستان شمالي او جنوبي بلل او په ټوله کې د ملک الطوایفي واکمنۍ فتنه هم د نظار شورا د مفکرینو او نظریاتو پایله وه، هغه چې د یوه مشهو روایت پر بنسټ، کله چې د نظار شورا د ملېشو له لوري کابل ونیول شو، نو د افغانستان بانک پر دېوال یې د طاهر بدخشي دا شعار ولیکو چې: «اخرین میخ رابر تابوت آپارتاید پشتونیزم کوبیدیم» حال دا چې د طالب په پنځه کلنه واکمنۍ کې به هېڅ داسې کردار ونه ګورې چې له هغه څخه د عصبیت له ډولونو څخه لږ تر لږه یو هم لیدل شوی وي.
همدارنګه د صالح خبرې دری نورې موخې هم لرلی شي، چې یو یې د مسعود او ټلوالي باوره خلکو ته د خپل فکري ثبات او له سرو کرښو څخه د نه تېرېدو یادونه وه، ځکه لوی شمېر تاجکان باور لري چې صالح معامله وکړله، صالح به د غني په حکومت کې هېڅ واک ونه لري. دویم دا چې صالح غواړي د کرکه پاروونکو خبرو او د نظار شورا تنظیمي سیاستونو ته د ژمنتیا او وفادارۍ له لارې که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، نو د تاجکانو سنتي رایه چې تر ننه ډاکتر عبدالله ته ځي، هم راخپله او له دې لارې واک ته له رسېدو وروسته، په ټلواله کې ځان ته د رهبرۍ پښه خلاصه کړي. درېیم داچې نه د صالح خبرې په حقیقت کې د غني طرحه، لیدلوری او دريځ دی، کوم چې سوله پرې سبوتاژ کړې، د طالبانو هغه بری من دریځ د سیاست او جګړې په ډګر کې تیاره وښیي، بهرنیانو ته د خپل توندلاري لیدلوري له لارې خپله ژمنتیا ثابته کړي او په ټوله کې د معاملې په ډګر کې لږ تر لږه څه ور ورسیږي.
مګر صالح باید پو شي چې ولس ستاسو د پرون او نن کردار له یاده نه دی ویستلی، تاسې پرون هم دې ملت ته ښه ورځ نه ده ورکړې نن هم، تاسې نه شی کولای او دا ممکنه نه ده چې له افغانستان او افغان انسان سره کړي خیانتونه او جنایتونه مو امریکایي تاړاک ته د چوپړ په برخه کې د چا له یاده ووځي، تاسو نه له کرزي سره دوستي وکړله او تر دا پرونه پورې مو ډاکتر غني ادم بې ریښې، له غربه راغلی، بې ولسه او پر افغانستان نه باورمن بللو، په ټوله کې امرالله صالح او نور ټول په امریکایي ویټامینو رالوی شوي او چاغ شوي د یوه توري، انارشېستي او د فتنې د دور محصول او استازي دي. داسمه ده چې دوی ږیرې وخرېیلې، غربي لباس یې پر تن او د ژوند اروپایي سلیقه یې خپله کړله، مګر دوی هېڅکله د انارشېزم، جګړه مارۍ، سیاسي سقاویزم، توپیر، غچ او انحصار له شخصیت څخه ځانونه را بهر نه کړل. د دوی نننۍ د سولې خلاف ژبه هم هغه د تنظیمي جګړو د قومندان ژبه ده، د سولې د تخریب او نفاق ژبه ده، نو د داسې چا چې ماضي، حال او راتلونکی د جګړې پر دوام راڅرخي، نو هغه مونږ ته د کومې ماضي د جبران وایي، پر همدې بنسټ هیله لرو چې دوی خپل ماضي کردارونه مطالعه کړي، بیا د نورو د ماضي او په ملي مسلو کې د نظر ورکولو اخلاقي جرئت وکړي.
زه باوري یم چې هغه وخت نږدې دی چې د دې خلکو منزوي کول، پوښتل، حساب ورسره کول ملي مسوولیت او دنده وګرځي.