د طالب استازو او امریکايي ټیم تر منځ نهايي شوې هوکړه چې په اغلب ګومان ژر به لاسلیک شي، څو مهمې پایلې لري: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش به مشخص شي، د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه به ضمانتونه تر لاسه شي، د افغانانو تر منځ د تفاهم، مذاکراتو، مصالحې او توافق په نتیجه کې به د ټولمنلي نظام رامنځ ته کېدو او تر ټولو مهم “سرتاسري او دایمي اوربند” ته به لار هواره شي.
د باور وړ معلوماتو او لومړی لاس سرچینو د ویناوو پر اساس، د امریکا او طالبانو تر منځ توافق په پایله کې د لومړۍ جوپې په توګه له څلور تر پنځه زره امریکايي سرتېري له افغانستانه وځي. له موجودو شاوخوا ۱۳۵۰۰ سرتېرو به ۸۶۰۰ بهرني سرتیري په افغانستان کې وي او د بین الافغاني توافق تر رامنځ ته کېدو، د بین الافغاني توافق په صورت کې په مشروط ډول به له دوو تر دریو کلونو له افغانستانه وځي.
د احتمالي توافق بل اړخ یې هم د طالبانو له خوا نه یوازې له ترهګرو سره د نه همکارۍ؛ بلکې د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د تضمینونو ورکول دي. تضمینونه په دواړو جهتونو کې که د امریکا له خوا دي او که د طالبانو له خوا، په نړیوالو معیارونو د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو او هېوادونو په شتون او ډاډ کې ورکول کیږي. له ځينو طالب استازو سره په خبرو کې دې نتیجې ته سړی رسیږي چې دوی د القاعده ملاتړ او ځینې نورې کړنې چې د امریکا او د هغوی د متحدینو د بریدونو لامل شول، یوه تېروتنه بولي او غواړي اوس یې اصلاح کړي. اصلاح که اتلس کاله څه چې سل کاله وروسته هم وشي، د راتلونکو نورو کلونو تر دوامدارې تېروتنې ښه وي.
د زلمي خلیلزاد په استازیتوب د دغې پیل شوې پروسې تر ټولو مثبت اړخ یې دا دی چې هر څه په خورا مهارت په ځنځيره اي شکل تنظیم شوي؛ هماغسې چې هغه وايي، “پر یو شي هم توافق نه شي کېدلی څو چې پر ټولو څلورو مواردو (د طالبانو له خوا د ترهګرۍ ضد تضمین ورکول، د بهرنیو ځواکونو وتل، بین الافغاني توافق او سرتاسري اوربند) توافق نه وي شوی.” دا په دې مانا چې د افغانانو تر منځ جوړجاړی پخپله د امریکا او طالبانو تر منځ په احتمالي توافق کې ځای لري او عدم یې د دغه توافق ځینې مادې نفي کوي او دویم توافق (بین الافغاني جوړجاړی) له لومړي توافق (د امریکا او طالبانو تر منځ توافق) له یو بل سره نښلوي او دواړه سره ضمیمه دي. ټول نړیوال او باور وړ سازمانونه او بنسټونه به دا هر څه ګام په ګام څاري او ارزونه به یې کوي.
تر اوسه د پام وړ پرمختګونه چې جدي اړتیا یې وه، رامنځ ته شوي: د طالبانو له خوا نرمښت ښودل (د حکومتي استازو شتون په مذاکراتو کې منل، له امارت په شاکېدل او پر ټولمنلي شریعي نظام توافق، د بندیانو د تبادلې او ازادۍ په هکله هوکړه، د تاوتریخوالي راکمول په ځانګړې توګه ځانمرګي بریدونه او درنې چاودنې، د بین الافغاني توافق په نتیجه کې دایمي اوربند ته غاړه کېښودل، له پخوانیو جهادي او حکومتي مشرانو سره مذاکراتو ته تیاری ښودل)، د امریکا له خوا تر نظامي تاکتیکونو پر ډیپلوماټیکو چارو تمېدل، د ملي یووالي حکومت د نیمايي برخې او سیاسي ګوندونو، د نظام د مهمو څېرو او ځینو نورو افغان اړخونو یوغږ کېدل، په سیمه او نړۍ کې د نسبي او تر ډېره بریده د افغان سولې په هکله د مثبت ذهنیت او اجماع رامنځ ته کېدل، همکارۍ ته د پاکستان مجبورول او ترغیبول او له جګړې سولې ته د افغانستان د قضیې مایلول.
له شک پرته چې د دوحې مذاکراتو احتمالي توافق لا د امریکا او طالبانو تر منځ د پرمختګ لومړي پلونه دي، چې یو په بل پسې به عملي کیږي چې د افغان جګړې د بهرني اړخ مرفوع کول بلل کېدای شي. بل او تر هغو ډېر مهم اړخ یې چې سوچه افغاني اړخ به وي، د دې مزل تر ټولو حساس او مهم پړاو دی. دا پړاو یوازې یو اړخ مخالف لري (ارګ). دغه مخالفتونه د هرې ورځې په تېرېدو د ممکن پرمختګ رامنځ ته کېدو سره هممهاله تخریبي او ورانوونکې بڼه خپلوي او د ارګ “نیم بنده مشروع ټيم” له هغو حلقاتو سره یو ځای چې په کور دننه او بهر، په ځانګړې توګه امریکا کې له طالبانو سره د جوړجاړي ضد مفکورې لري، یو ځای د هغه مسیر ایجادولو هڅې کوي چې دغه پروسه سبوتاژ کړي.
د بین الافغاني ناستو او بیا ورپسې رسمي او جدي مذاکراتو لپاره د کابل مېشتو او د داخلي سیاست مهمو څېرو او حکومت تر منځ د نظر یووالی او پر یو واحد ټیم توافق له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د احتمالي رامنځ ته کېدونکي توافق دوه برابره مهم دی. درې ځله د بیجېنګ بین الافغاني ناستې نېټه د همدې نه هوکړې له امله وځنډېده او بالاخره دا دي تر اوسه لغوه شوې ده. که دا ټیم نه جوړیږي، د نظام په استازیتوب د بشپړ غږ او واحدې اجنډا ښکارنه نه کوي او که ارګ یو څه او سیاسیون بل څه وايي، لکه دا تر اوسه حالت، کومه مثبته نتیجه به د کور د ننه پلاوي د ایجاد په برخه کې تر لاسه نشي. تازه ولسمشر غني مونیخ کې یو فورم ته خبرو کې د امرالله صالح قول تایید کړ، امرالله صالح طالبانو ته ښه اصطلاح کاروي “Trojan Horse” یا د ټروجان اس چې یو کمپیوټري وایرس دی چې په یوه مثبته بڼه ځان ښيي او د ویروس په بڼه راڅرګندیږي. بیا ورپسې وايي، طالبان که په هلمند کې د ده په مقابل کې ټاکنو ته دریږي، څوک به سپي هم پرې ونه نیسي. بیا ورپسې ادعا کوي چې طالبان په خپلو کې سره وايي، غربیان مو وغولول اوس به دولت هم وغولوو…
دا خبرې په داسې یو حساس وخت کې چې میلیونونه افغانان سولې او ارامۍ ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي، پورتني پرمختګونه شوي او فضا د سولې پر محور څرخي؛ له تخریب او ورانکارۍ پرته بله څه مانا لري؟ که ښاغلی غني پر طالبانو شک لري، ولې یې د مذاکراتو پر مېز نه ازمايي؟ که له طالبانو سره لږ تر لږه د خبرو اراده هم لري، نو ولې کابل په دا یو کال کې د سیاسیونو تر منځ د یوې دوه- درې ورځنۍ ناستې شاهد نه دی؟ که ښاغلی غني او ټیم یې د واک او یوې بلې پنځه کلنې دورې پرته پر بل څه فکر نه کوي، نو هر ځل د هر پرمختګ پر وړاندې ولې سنګر نیسي او پلمې تراشي؟
د “ارګ یا مرګ” شعارونو دا هېواد دا څلوېښت کاله په باروتو او وینو ولاړه او بیا بیا د واک پر سر جګړې ته زمینه سازي به دا ځل یوازې یو لوري (افغان ولس) ته تر ټولو او تر بل هر وخت ګرانه تمامه شي. په دې جنګ کې نه د غني او نه هم د هغه د ټیم د مطلق اکثریت غړي زیان ویني. دوه پاسپورټونه، یو جوړ کالي او یو بکس؛ دا هغه څه دي چې ښايي دوی یې په څو دقیقو کې تر هوايي ډګره له ځانه سره یوسي. که پاتې کیږي، نو دا ملت او د دې جغرافيې لاینهله جګړه به وي.
ښه به وي چې ټول اړخونه قربانۍ ته چمتو او یوازې له جګړې د وتلي افغانستان رامنځ ته کولو لپاره د یو زعیم، رهبر او خواخوږي په توګه وګوري. دا لیدلوری به یې هم د تاریخ او هم د هېواد او ولس پر وړاندې اتل کړي. خو که داسې یې ونه کړل او دا طلايي چانس هم له لاسه ووت، بیا به د هر ډول ناخوالې پړه د همدې حاکم ټيم پر غاړه وي.
بالاخره باید دغه پروسه پيل شوې وای. وخته ده که ناوخته، مهمه دا ده چې پیل شوې او باید په پوره دقت او له سولې سره د سولې کولو په روحیه باید پر مخ یوړل شي. د خبرو په جریان کې افغانان او ټوله نړۍ د هرې خبرې جاج اخیستلی او ښه او بد لوري او نیتونه جلا کولی شي. له طالبانو سره مخامخ خبرې د رسنیو له لارې ټول افغانستان او نړۍ اورېدلی او ارزولی شي. دا سناریو به بایلونکي نه، بلکې ټول ګټونکي کړي. خنډ جوړول بې ګټې دي.