که د افغانستان د دې لنډ تاریخ ارزونه او څېړنه په دقیقه توګه وکړو؛ داسې پېښه او حالت به مو تر سترګو نه شي چې له امله يې متخاصمو ډلو، حاکمانو او شخصیتونو تر جنګ او جدال پرته یو بل ته په خبرو قناعت ور کړی وي او یوه بل ته يې سر ټيټ کړی وي. له بده بخته د افغانستان په معاصر تاریخ کې کړکېچ او تربګني د تيمور شاه له زامنو را پیل او تر ننه يې په بېلابېلو بڼو دوام کړی. شاه زمان د خپلو میرني ورڼو په لاس ړوند او له تخته را کوز شو، تر هغه وروسته نږدې تر اتیاوو کالو افغانستان د اور په لمبو کې وسوځېد. په همدې مهال دوه ځله انګلیس هم پر افغانستان برید وکړ؛ خو چې کله امیر عبدالرحمن خان راغی؛ تر ډېرې مبارزې وروسته يې حالات تر یوه بریده کنټرول کړل. خو امیر عبدالرحمن خان هم په زور او له انګریزانو سره تر معاملې وروسته د کابل پر تخت کېناست او خپل رقیبان يې یو په بل پسې تر تیغ تېر کړل. مانا تر امیر عبدالرحمن خان پورې حاکمانو او د جنګ ښکېلو خواوو کوښښ کړی و چې خپل مخالفین په زوره له واکه لرې او حایشې ته يې کړي. کټ مټ همدا کار امیر عبدالرحمن خان هم وکړ. له عبدالرحمن خان وروسته د هغه زوی حبیب الله خان هم خپل مخالفین چې په وروستیو کلونو کې يې د مشروطیت په نامه عرض اندام کړي وو، هم له تیغه تېر کړل. بیا وار د امیر امان الله خان شو، امیر امان الله په نویو اصلاحاتو، کارونو او افغانستان ته د آزادۍ پر اخیستلو په لومړیو کلونو کې د ډېرو کسانو د مخالفت وړ ونه ګرځېد. بل هغه ثبات چې نیکه او پلار يې ساتلی و، هم ده ته ګټه ورسوله چې تقریباً لس کاله پر افغانستان له ډېر شور او مخالفته واکمن پاتې شي. خو امیر امان الله خان هم د ځينو درباري چاپلوسانو په مشوره د خپلې واکمنۍ پياوړی نظامي او ولسي شخصیت نادر خان د حربيې (دفاغ وزارت) له بنسټه د شته مخالفتونو له امله لرې او پاریس ته يې لومړی د سفیر په توګه بیا پر کور کېناوه. تر هغه وروسته خو حبیب الله کلکاني پر هیڅ شي رحم ونه کړ او هرڅه يې سره ګډوډ کړل . نادرشاه چې کله قدرت ته ورسید، هغه هم له خپلو مخالفینو سره تر ژمنو وروسته هغه ونه بښل. د نادرشاه تر قتل وروسته بیا د ظاهرشاه دوره پیل کیږي، د ظاهرشاه په څلوېښت کلنه دوره کې چې ډېر قدرت یې له ترونو (کاکاګانو) سره و، افغانانو یو څه د ارامۍ ساه واخیسته او د نوموړي په وروستیو لسو کالو(ډیموکراسۍ لسیزه) کې مخالفتونه اوج ته ورسېدل. په دې لسو کالو کې پنځه لومړي وزیران د مخالفتونو او تربګنیو له امله له واکه لرې کړای شول. د ظاهرشاه واکمني هم د تره د زوی سردار محمد داوود خان له لوري را نسکوره او خپله د واک پر ګدۍ کېناست. داوود خان بیا په لومړیو کې خپل ښي اړخه مخالفین چې سخت دریځي(ایخواني فکر) اسلام پاله وو، تبعید او زندانونو ته ولیږل او د واکمنۍ په اخر کې يې د خلق د ډيموکراټیک ګوند ډېری مشران زنداني کړل چې همدې کړنې شدید عکسل العمل له ځانه سره لاره او د سر دار محمد داوود خان په شمول يې د هغه د کورنۍ د ډېری غړو د شهادت لامل وګرځيد. نور محمد ترکی چې قدرت ته رسېدلی و، د ارګ کالي پرې اوږده ښکارېدل، هغه هم خپل مخالفین چې پرچمیان وو، تبعید او پر حفیظ الله امین يې مرګونی برید وکړ چې بیا حفیظ الله امین د خپلو ملګرو پر مټ په بالښت خفه او مړ کړ. حفیظ الله امین بیا د واک په نشه مست و، ده هم خپل مخالفین نه شوای زغملی، هغه وو چې د نور محمد ترکي څو ملګري په کابل کې د شوروي سفارت ته ورغلل او هغوی یې هم په تابوتونو کې شوروي ته انتقال کړل. ببرک کارمل هم له تفاهمه پرته د روسانو په ملتیا حفیظ الله امین په خپل کور کې وواژه او د واک پر ګدۍ کېناست. خو ډاکټر نجیب بیا د خپلې وړتیا او اړتیا له مخې چې باید یو پښتون مشر واکمن شوی وای، واک ته ورسېد. د ډاکټر نجیب واکمني هم د مجاهدینو د بریدونو او مخالفتونو له امله کمزورې شوې وه. هغه وه چې نوموړي د بینانسیوان طرحې ته چې واک يې مجاهدینو ته لیږداوه، غاړه کېښوده او له همدې سره په هیواد کې نوې ډرامه او د افغانانو د بربادۍ بل او تازه بنسټ کېښودل شو. مجاهدین هم لومړی د یوه اسلامي نهضت تر چتر لاندې راټول وو، بیا چې پاکستان ته لاړل، هغه د ایخواني فکر لرونکي يې بیا په څو ګوندونو ووېشل شول. د مجاهدینو او لویه برخه چې د ایخواني او راډیکال اسلامي فکر لرونکي وو، هم په خپلو منځونو کې سره جوړ نه شول او ډېرو يې د یوه بل ډېر کسان ووژل. بیا چې قدرت ته ورسېدل، هر یوه او هر ګوند کوښښ کاوه چې بل له مخې لرې او خپله د واک پر ګدۍ کېني. د دوی په دې اړو دوړ او غوبل کې کابل پر کنډواله بدل او لسګونه زره کابلیان ووژل شول. د دوی تر منځ هم د ګاونډيو هیوادونو په ګډون، د سیمې هیوادونو مشرانو او چارواکو د خبرو او ترو او سولې هڅې وکړې، خو دا هڅې او خبرې بې ځایه وې؛ ځکه دوی هر یوه يې واک غوښت. د دوی د همدې سرتمبګۍ او بې اتفاقۍ له امله طالبان را پيدا شول، دا چې طالبان چا راپيدا کړل او تر شاه يې څوک وو، هغه بېل بحث دی. طالبانو بیا دا ټول (مجاهدین) له مخې لرې او له هیواده وشړل. کوم یو چې په لاس ورغی، یا يې زنداني کړ یا يې وواژه. دوی هم خپلو مخالفینو ته د دې مجال ور نه کړ چې دلیل ور سره ووايي. که څه هم طالبانو څو ځلې له شمالي ائتلاف سره خبرې وکړې، خو پایله يې نه لرله. تر طالبانو وروسته بیرته زمینه همدغو کسانو ته برابره شوه او د امریکا په مرسته يې طالبان سخت وټکول او هیڅ رحم يې پرې ونه کړ. کټ مټ هغه کار چې د افغانستان په تېر تاریخ کې یوه حاکم له بل سره کړی. له طالبانو سره هم چا د همدې تحول په پیل کې خبرې نه کولې او هغه يې ترهګر بلل. په دې نوي تحول او ډيموکراسۍ کې تر طالبانو را دېخوا د سیاسیونو تر منځ هم شدید اختلافات وو، په ۲۰۰۹ ز کال کې د ټاکنو او مخالف نه منلو لړۍ را پیل چې تر ننه يې دوام وکړ. په ۲۰۱۴ ز کال کې دا اختلافات اوج ته ورسېدل او په لومړې ځل د یوه دوه سري(ملي وحدت حکومت) بنسټ يې رامنځ ته کړ چې پنځه کاله په پوره اختلاف او ستونزو کې تېر شول. دا دی اوس چې ټاکنې شوې هم یو لوری يې نه مني. بالاخره په دې ډرامه او اوږده کیسه کې تر دې ځایه را ورسېدو. اوس بیا دې بلې خوا ته طالبانو قوت موندلی. له امریکا سره يې توافق وکړ او په افغانستان کې يې ځينې سیمې هم لاندې کړې. که څه هم دا د یوه نوي پړاو پیل دی او د راتلونکې په اړه وړاندوینه سخته ده، خو هغه پوښتنې چې په دې اړه مطرح کیږي دا دي چې ایا طالبان او افغان حکومت به تاریخ بیا تکرار کړي؟ د زور او جبر له لارې به خپلو موخو ته د رسيدو هڅې وکړي؟ که به دا ځل دا ښکېلې خواوې له پخوانیو تاریخونو څخه په عبرت سره د افغانستان په سیاست کې یو نوی باب پرانیږي؟
دا پوښتنې به نږدې وخت ځواب کړي.