پاکستان وایي له افغانستان سره یې د اړیکو د پراختیا بنسټ باید د سوداګرۍ پراختیا وي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، تازه یې له افغانستان سره د انګور اډې لار پرانیستې او پر دې لار سوداګري پیل شوې ده. دده په خبره دی هڅه کوي د افغانستان او پاکستان اړیکې پراخې کړي او دغه اړیکې باید د سوداګرۍ پر بنسټ ولاړې وي. صادق خان وایي هغه مهال چې افغانستان او پاکستان د ګډو ګټو د ساتنې لپاره اقدام وکړي هم به ددواړو هېوادونو اړیکې پراخې شي او هم به په سیمه کې پرمختګ او امنیت ته لار هواره شي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له څه مودې راهیسې یې د افغانستان په جنوب کې ستره سوداګریزه لار چمن-سپین بولدک تړلې ده او دغه کار یې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.



































