په واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني وایي د سولې هڅې پر مخ روانې دي او امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده، خو له دې سره سره امریکا له افغان حکومت او افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده. رحماني وایي له امریکایي چارواکو او سناتورانو سره یې په ځلونو کتلي او دوی ورته ویلي چې له افغانستان سره متعهد دي او اجازه به ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي. رویا رحماني همدا راز وایي چې د سولې بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی او د زندانیانو د مسئلې له حل سره جوخت به دغه پروسه هم پیل شي.





























