د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې هرکال نږدې اته میلیونه کسان د تنباکو د کارولو له امله مري.
د دغو مړینو عمده دلیلونه د زړه ناروغۍ، مغزي سکتې، د سږو سرطان او نور ډول ډول سرطاني ناروغۍ بلل شوې.
دغه سازمان وايي چې د اته میلیونه وژل شوو کسانو له ډلې یو میلیون هغه کسان دي چې خپله سګرېټ نه څکوي، خو د سګرېټ د لوګي د تنفس له امله مري.
د ملګرو ملتونو د سازمان په خبره، دغه توکي لا تر اوسه هم په نړۍ کې د وژونکو ناروغیو عمده لامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان د تازه خپاره شوي راپور له مخې، په نړۍ کې هر کال درې میلیونه کسان د دغو توکو د استعمال له امله له خپل ټاکلي عمر وړاندې مري چې د مړینې لامل یې ډېری د زړه ناروغۍ دي. څېړنې ښيي چې د سګرېټو څکول د زړه ناروغۍ درې برابره زیاتوي چې له دې امله تنباکو او نور دود لرونکي نشهيي توکي روغتیا ته پر زیان سربېره، چاپېریال ته هم زیان رسوي. تنباکو په نړۍ کې په هرو شپږو ثانیو کې یو نفر وژني او د زړه حملې زیاتوي.
د انسان پر غړو د سګرېټو شپږ منفي اغېزې
۱ـ د مرکزي اعصابو سیسټم
په تنباکو کې یو ډول موجود مواد د نیکوټين په نامه یادېږي. نیکوټین د اخلاقو او چلند د بدلون لامل کېږي. بدن ته له داخلېدو سره سم څو ثانیې وروسته ځان مغز ته رسوي او په انسان کې د انرژۍ د تولید لامل کېږي. خو کله چې د دغو موادو اغېز له منځه ځي، انسان ته د سستۍ، افسردهګۍ، بېخوبۍ او د سردردۍ احساس پیدا کېږي، چې د لا ډېر مصرف اړتیا رامنځته کېږي. همدارنګه پر نیکوټینو انسان په داسې ډول روږدی کېږي چې پرېښودل یې ډېر سخت کار دی.
۲ـ تنفسي سیسټم
کله چې دود بدن ته ننوزي، له ځان سره بېلابېل داسې مواد لېږدوي چې سږو ته تاوان لري.
آمفیزم: دغه مواد د سږو پارانشیمونه له منځه وړي.
مزمن برانشیټ: دا د سږو دایمي التهاب دی چې د سږو د تنفسي سیسټم پر داخلي برخه اغېز کوي.
۳ـ د زړه او رګونو سیسټم
سګرېټ څکول د زړه او رګونو پر ټول سیسټم اغېز کوي. نیکوټین د رګونو د بندېدو یا تنګېدو لامل کېږي چې د وینې فشار لوړوي او همدارنګه د رګونو دغه بندېدل د وینې د پرنډ یا لخته کېدو لامل کېږي، چې په پایله کې د مغز او زړه د سکتې لامل هم کېدای شي او د سږو د رګونو د پړسېدو یا بندېدو لامل هم کېږي.
۴ـ جلدي سیسټم
د سګرېټ څکول د جلدي یا پوستي بدلونو لامل کېږي. په تنباکو کې موجود مواد د پوست او جلد د جوړښت د بدلون لامل کېږي. د جلدي سرطان رامنځته کېدل، د وېښتانو تویېدل او سپینېدل هم د سګرېټو له زیانونو دي.
۵ـ د هاضمې سیسټم
سګرېټ د خولې، ستوني او مرۍ د سرطاني کېدو تر ټولو لوی لامل دي. همدارنګه سګرېټ د معدې او کلمو د سرطاني کېدو لامل هم کېدای شي. سګرېټ د بدن پر انسولینو هم ناوړه اغېز کوي چې د انسولیني مقاومت لامل کېږي. هغه کسان چې سګرېټ څکوي، د شکر ناروغۍ پر دویم ډول د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
۶ـ تناسلي او جنسي سیسټم
نیکوټین د نارینه او ښځینهوو تناسلي آلاتو ته د وینې جریان کموي چې په نارینهوو کې د وینې دغه کموالی د جنسي فعالیت د کمزوري کېدو او په ښځو کې د جنسي خوند د کمېدو لامل کېږي. ځکه نو په جنسي فعالیت کې د ګډوډۍ لامل کېږي.