د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان غواړي په افغانستان کې له یوه مشاورتي شرکت سره توافق ته ورسېږي څو د ټاپي پروژې په اړه په بېلو برخو کې یاد هېواد ته مشورې ورکړي. پاکستانی حکومت غواړي چې له مالي چارو نیولې بیا ددې پروژې تر ساختماني چارو پورې له دې شرکت مشورې واخلي او په چټکۍ سره دغه پروژه بشپړه شي. ټاکل شوې وه چې له مرکزي اسیا جنوبي اسیا ته د ګازو د لېږد دغه پروژه د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړه شي خو د معلوماتو له مخې تر دې دمه یې په افغانستان کې چارې نه دي پيل شوې. په دې پروژه کې شریکو هېوادونو هم په دې وروستیو کې په دې اړه کوم پرمختګ نه دی لرلی او نه یې هم له رسنیو سره معلومات شریک کړي دي. دا په سیمه کې یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي چې ویل کېږي له بشپړېدو سره سره بې یې له درکه افغانستان ته هر کال میلیونونه ډالر ګټه راشي.



































