ځیګر له سلو ډولونو څخه ډېرې ناروغۍ لري، چې بېلابېل سببونه لري. د بېلګې په توګه، میکروب، شراب، نشهیي توکي، ځانګړي درمل، زهر، چاغښت، سرطان او نور. ځينې مبهمې نښې نښانې یې عبارت دي له: د خېټې درد، اشتها ورکېدل، ستړیا، د انرژۍ کمښت او اسهال. کله چې ځیګر ډېر خراب شي، نو بیا لاندې لویې نښې څرګندېږي: زېړی: د سترګو د سپینوالي تر څنګ ستاسو د پوستکي رنګ هم ژېړېږي چې ډاکتران یې زېړی بولي او دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د وینې په سرو کرویاتو کې ژېړ رنګه ماده ډېره شي او دې ژېړ رنګې مادې ته بلیروبین وایي. د پوستکي خارښت: که چېرته د ځیګر اوږدمهاله ستونزې لری، نو د خارښ احساس به کوی او دا هغه وخت هم وي کله چې د خارښت هیڅ لامل وجود ونه لري او په همدې سبب په خوب کې له ستونزو سره مخ کیدلی هم شی. د خېټې سوخت: کله چې مو ځیګر زخم پیدا کړ، نو د وینې جریان پکې درېږي، پر شریانونه فشار راځي، چې بیا په خېټه کې مایع ماده ټولېږي او د درد لامل یې کېږي.