د مارچ په دويمه نيټه په م م کې د چین دايمي استازي جانګ جون د افغانستان مسئلې په هکله د م م د امنيت شورا په غونډه کې دې ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان د بشري او اقتصادي حالاتو د سختېدو په حال کې د امريکا حکومت پرېکړه کړې، چې کنګل شوې افغان شتمنۍ به د ۹،۱۱ پېښې قربانيانو ته ورکړي او دا د افغانستان پر ملي حاکميت او شتمنيو تېری دی او له نړیوال عدالت څخه سرغړونه هم ده. د امریکا کړنه غير قانوني او نامعقوله ګڼل کېږي. نو امريکا بايد له شرایطو پرته بېرته افغانانو ته دغه پيسې ورکړي. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان کارپوه حبيبي سره مرکه وکړه. هغه داسې ويلي چې د کنګل شويو افغان پيسو په هکله د امريکا ويش له نړيوالو قوانینو او عدالت څخه سرغړونه ده. اصلأ امريکا د بشري حقونو او عدالت په برخه کې تر ټولو ستره ویجاړونکې ده.
امريکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بې انساني او وحشي جرمونه کړي او کړنو يې تل د افغانانو پر بشري حقونو تېری کړی و. خو دا ځل د امريکا يادې پرېکړې بيا پر افغانانو بشري او اقتصادي زيانونه رسولي دي. د ښاغلي حبيبي په اند د امريکا حکومت هغه پرېکړه، چې د افغانانو کنګل شويو شتمنيو نيمه برخه به د ۹،۱۱ قربانيانو کورنيو ته ورکړي، له هېڅ نړيوال قانون سره برابره او عادلانه نه ده. دا ډول پرېکړه د نړۍ په تاريخ کې نه ده شوې او نه د م.م او نه د کومې محکمې له خوا شوې ده. دا یوه خپلسرې پرېکړه ده او د افغانانو د ملي شتمنیو غلا کول دي.
امريکا افغان ملي شتمنۍ غلا کړې، چې له کبله یې د دې هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزه کړې ده. ټولو ته معلومه ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې امريکا پر دې هېواد پولي بنديزونه لګولي، چې له دې امله له بانکونو څخه د افغانانو د پيسو د ايستلو اندازه محدوده شوې، د شيانو او توکو نرخونه تر زياته اندازه لوړ شوي او د کاروبار حالت خراب شوی دی. د دې ترڅنګ د افغانيو ارزښت هم راټيټ شوی دی. هغه زیاته کړه، چې که دغه پیسې له منځه لاړې شي، د افغانيو ارزښت هم له منځه ځي. دغه پيسې د افغانستان د مرکزي بانک د شلو کلونو زېرمه ده. خو که امريکا ياده پرېکړه پلې کړي، نو دغه زېرمه به يې له لاسه ورکول شي.
دغه راز په م، م کې د چين د دايمي استازي جانګ جون په اند دغه شتمنۍ د افغانانو د ژوند د دوام هيله هم ده. هغه وويل چې د افغانانو لپاره دغه پيسې به د دوی د ژوند د ژغورلو لپاره استعمال شي، او هم د افغان خلکو د ژوند هيله ده. که په اوسني ستونزمن وخت کې په ناوړه توګه دغه پيسې د ۹،۱۱ قربانيانو ته ورکړي، نو خامخا به بيا افغانانو ته زيانونه ورسېږي او دغه کړنه په بشپړه توګه له اخلاق او عدالت څخه سرغړونه ده.
ښاغلي حبيبي پر دې ټینګار وکړ، چې امریکا تل ويلي چې دوی د بشري حقونو ساتونکي دي، خو له حقيقتونو څخه ښکاري، چې دوی د نړۍ په ډېرو ځايونو کې جرمونه کړي او خپلو کړنو ته سم نه ګوري. هغه زياته کړې، چې امريکا په افغانستان کې په زرګونو بې ګناه افغانان ووژل، بنديان يې کړل او ډول ډول ځورونې او شکنجې یې ورکړي،نو دوی بايد د دغو زيانمن شويو افغانانو کورنيو ته تاوان ورکړي. خو تر اوسه افغانان د امريکا له حکومت څخه د بخښنې هېڅ یوه کليمه او تاوان نه دی تر لاسه کړی. نو ويل کیږي چې امريکا واقع د بشري حقونو د ساتلو لپاره هېڅ کار نه دی تر سره کړی يوازې بشري حقونه يې ويجاړ کړي او کوي يې.
چین د افغانستان د نېک ګاونډي هېواد په توګه تل له افغان ولس سره ولاړ دی. که څه هم د امريکا د بنديزونو له امله افغانستان له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی، خو د چين په شمول ډېرو ګاونډيو هېوادونو هم له دی هیواد سره مرستې کړي دي. د مرکې په پای کې ښاغلي حبيبي وويل، چې د چین او افغانستان ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې په ۱۹۵۵ کال کې ټينګې شوې وې، له هغه وخت راهيسې چين په مستقیم او غير مستقيم ډول له افغانانو سره مرستې کړې. په اوسني بحراني حالت کې چین هم د خپل وس په اندازه زمونږ له ګل وطن سره بشري مرستې او کومکونه کړي دي. نو زما په اند چين د بشري حقونو واقعي ساتونکی دی.