د چين د واک تر ټولو لوړې مرجع يعنې د چين ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډه اوس په بېجينګ کې روانه ده. د چين ستورمزلې (وانګ يا پينګ) هم د دغه کانګريس استازې ده، خو هغه اوس له دوو همکارانو سره يو ځای له ځمکنۍ کرې۴۰۰ کيلومتره لېرې چيني فضايي سټېشن کې په علمي څېړنو بوخته ده.
که څه هم هغه په ياده غونډه کې ګډون نه لري، خو خپله دنده يې ښه ترسره کړې ده. نوموړې د کدرونو او علمي څېړونکو د روزلو په اړه يولړ وړانديزونه لري او له فضا څخه زده کوونکو ته علمي درسونه ورکوي.
د چين ملي ولسي کانګريس په هرو پنځو کالونو کې يوځل ټاکنې ترسره کوي. ستورمزلې (وانګ يا پينګ) په ۲۰۱۸م کال کې له نورو ۷۰۰ مېرمنو سره د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د استازې په توګه ټاکل شوې ده. د چين دغه ملي ولسي کانګريس نږدې ۳۰۰۰ استازي لري، چې پکې ښځېنه استازې 24.9% نيسي او دغه کچه په همدې کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د پارلمانونو په غړوکې د ښځينه غړو تر منځنۍ کچې هم لوړه ده او له دې څخه څرګنديږي، چې چينايي مېرمنو په سياسي برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی.
د ملي ولسي کانګريس ۸ استازو د يادې غونډې په لومړۍ ورځ ((د استازو دهليز )) په نوم ژوندۍ خپرونه کې د خبري رسنيو ګډه مرکه ومنله. په دغو ۸ استازو کې ۴ ښځېنه استازې هم شاملې وې، سرتېرې (وانګ فانګ)، کليواله ليکواله (ما هوی جوان)، د ښوونځي رئيسه (دونګ څای يون) او د نل اوبو شرکت کارکوونکې (شياوو جوه ما) د مرکې پر مهال د خپلې دندې تجربې شريکې کړې.
د ياد کانګريس ۷۰۰ ښځينه استازو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد پرمختګ او د خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه کړې او د عامو خلکو اوازونه يې د هېواد مشرتابه ته رسولي دي.
د چين ملي ولسي کانګريس په روانه غونډه کې د نوې دورې کانګريس د استازو د ټاکلو مسوده هم تر بحث لاندې نېولې ده، د دې مسودې له مخې به د نوې دورې کانګريس په استازو کې د مېرمنو کچه تر تېرې دورې لوړه وي، دا پدې معنا ده، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د چين د بېلابېلو قومونو، ټولنو او مسلکونو زياتې مېرمنې د هېواد په عالي ډيموکراتيکه سياسي صحنه کې د خپلو خلکو استازيتوب وکړي.