د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، د افغانستان په څو ولایتونو کې يو شمېر پراختیايي پروژې عملي کوي. دغه کمېټه وايي، دغه پروژې د روغتیا، کرنې، کلیو پراختیا او پوهنې په برخو کې دي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مرسته پلې کېدونکي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي د افغانستان په نهو ولایتونو کې به د دوی پروژې پر څلورو برخو متمرکزې وي، چې روغتیا، کرنه، کلیو پراختیا او پوهنه ده. ددې کمېټې د پروګرامونو مرستیال سید محسن هاشمي وویل، دغه پروژې په نورستان، ننګرهار، کونړ، جوزجان، سمنګان، بلخ، میدان وردګ، کندوز او پکتیکا ولایتونو کې عملي کېږي. هاشمي زیاته کړه، د کرنې په برخه کې به په ۸ ولایتونو کې پر ۱۲۰۰ بېوزلو کروندګرو زراعتي توکي او وسایل ووېشل شي.































