مصر وايي، نږدې ۴۰ مومیايي جسدونه یې موندلي چې ښايي څه باندې ۲ زره کاله پخواني دي. دا مومیايي جسدونه د قاهرې په جنوب کې د مینیا په صحرايي ولایت کې موندل شوي دي. چارواکو ویلي، کېدای شي هغه قبر چې دا مومیايي جسدونه پکې موندل شوي، د رومیانو د لومړیو او بیزانس د عصر وي. د مصر د لرغونو اثارو وزارت وايي چې موندل شوي مومیايي جسدونه د ماشومانو په ګډون د بېلابېلو عمرونو ښځو او نارینه وو دي.