د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره ورځ نا امنه کشمیر ته سفر کړی و او هلته یې ګڼې پروژې پرانیستې. نوموړي د مسلمان مېشتو سیمو په تعلیمي برخه کې د هڅو ژمنه وکړه. هغه پر کشمیري ځوانانو غږ وکړ چې د جګړې او ټوپک پر ځای دې کتاب او زده کړو ته مخه کړي. مودي په سیمه کې د طبي علومو د دوو انیسټيټوټونو پرانیسته هم وکړه. هغه ژمنه وکړه چې د هند حکومت به د ټولو وسله والو ترهګرو پر ضد مبارزه کوي او په خبره یې د هغو ګاونډیو پر ضد به یې دریځ نور هم کلک شي چې د ترهګرۍ او افراطیت په ملاتړ ګامونه اوچتوي.