د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد پر اړیکو خبرې کړې او د یوه سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته ویلي، چې کابلوف پرون اسلاماباد ته په یو ورځني سفر تللی و. په راپور کې راغلي، چې کابلوف د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالانو امنې بلوچ او احمد نسیم رایچ سره کتلي دي.