د الماني رسنیو د راپور له مخې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد دغه هېواد ته ولېږدول شول. د المان اېم ډي ار ټلوېزیون لیکلي چې دا کډوال په افغانستان کې د الماني ځواکونو پخواني همکاران وو. راپور کې راغلي، چې دغو پناه غوښتونکو په افغانستان کې د المانیانو لپاره د ژباړونکو یا موټر چلوونکو په توګه کار کاوه. ویل کېږي چې په دغو پناه غوښتونکو کې ښځې هم شته چې د پنجشنبې په ماښام د المان ایرفورت هوايي ډګر ته رسیدلي دي. د المان د کډوالۍ دفتر کارکوونکو د دې افغان کډوالو هرکلی کړی.