د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، ایران ته د خپل سفر په بهیر کې، د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجراییوي رییس جبارعلي ذاکري سره کتلي دي. په دې کتنه کې د خواف-هرات د درېيمې قطعې له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتو پر زياتوالي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې اړوند د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې شوې دي. همدا رنګه، دواړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ پر اوسنيو دوه اړخيزو ريلي همکاريو خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه بايد د ريلي همکاريو د دوام او پراختيا په موخه هڅې لا زياتې کړي.