د کونړ د اقتصاد ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د اقتصاد رییس عبدالله همت ویلي چې دغه پروژې د ډي.آر.سي. او یو.ان.ډي.پي موسسو په مالي ملاتړ په مرکز اسعداباد او سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۵ ميليونه افغانیو په لګښت پلې کېږي. همت زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د ۵۸۵ متره په اوږدوالي استنادي دېوال او سړک جوړول او د ۶ کيلو متره کانال پاکول شامل دي، چې دوو میاشتو موده کې به یې چارې بشپړې شي. د یادو پروژو د چارو په پیل کېدو سره د یاد ولایت لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.