د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه کانال د واشېر ولسوالۍ په کارېزونو کلي کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي سازمان په مالي ملاتړ جوړېږي.سرچینې زیاته کړې چې د یاد کانال د بیارغولو چارو په پیلېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد کانال د چارو په پیل خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.