د روسیې د اوسپنې پټلۍ سکټور د یوه صنعتي شرکت رییس، ایګور لوکیانوف، په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت له چارسمبالي، فضل محمد صابر سره کتلي. په عشقآباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې لوکیانوف د افغانستان په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ د تخنیکي تجهیزاتو او مدیریت په برخو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. هغه همدا راز له افغانستانه د یوه تخنیکي پلاوي د بلنې او د دغه هېواد د وسپنې پټلۍ سکټور له لوري د یوه پلاوي د روسیې سفر، د خبرو اترو ترسره کولو او د همکارۍ تړونونو د مسودې د جوړولو خبر ورکړی دی.