د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په ترکیې کې د حلال استانبول نندارتون په څنډه کې د ترکیې له سوداګرۍ وزیر او د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال سره کتلي دي. عزیزي د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د فرصتونو د رابرسېره کولو لپاره د اړیکو او تخنیکي کمېټې د جوړولو په تړاو خبرې کړې دي. نوموړي دغه راز د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د سوداګرۍ د پراختیا او ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي. په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او تخنیکي کمیټو د رامنځته کېدو په اړه هم هوکړه شوې ده.