په کابل کې د چین سفارت سلاکار، ماچنګوانګ په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼي. نوموړي زیاته کړې چې، د افغانستان د اوسنیو مسایلو د حل لپاره تر ټولو غوره لاره سیاسي خبرې دي. د چین سفیر زیاتوي، په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو سمه حل لاره سیاسي خبرې دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره د سوله ییزې بیارغونې لپاره لا زیاتې مرستې وکړي. د سرپرست حکومت ویاند په هېواد کې سوله او ټیکاو د سیمې په ګټه ګڼي او پر لا زیاتو همکاریو ټینګار کوی. تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي وو، چې چین د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.