د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د چرګانو د فارمونو شمېر له درې زرو شاوخوا ۱۵ زرو ته رسېدلی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید برخه کې کابو ځان بسیاینې ته رسېدلی. له دې سره سم په کابل کې د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه هم په هېواد کې، د چرګانو د فارمونو او د چرګانو د غوښې د تولیدي کارخونو له معیاري والي ډاډ ورکوي.