د زابل د نورک له سیمې د غزني تر مقر ولسوالۍ پورې د کابل – کندهار لويې د ۷۸ کیلومتره سړک د لومړي پړاو بنسټیزې بیارغونې چارې بشپړې شوې دي. د کابل – کندهار لویې لارې یاده برخه د ۱۴ میاشتو په موده کې د ۲.۷ میلیارده افغانیو په ارزښت رغول شوې ده. د تړون کوونکي خصوصي شرکت مسوول وايي، د نړۍوالو معیارونو سره سم یې د دغه سړک د رغونې چارې بشپړې کړې دي. ورته مهال سیمه ییز مسوولین وايي، په بنسټیز ډول د کابل – کندهار لویې لارې رغونه د سرپرست حکومت مه لومړیتوب دی او د دغې لارې جوړېدل به د خلکو پر اقتصاد او ژوند مثبت اغېز ولري. د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دامهال په اوو برخو کې د کابل – کندهار د بیارغونې چارې روانې دي، چې زرګونه کسانو ته پکې کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.