د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې د دغې ټولنې عمومي رییس چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسوول الکساندر متيو سره ناسته کړې. په دې ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په ښهوالي، د اړمنو وګړو د ملاتړ، او د ژمي لپاره د بېړنیو مرستو په برابرولو خبرې شوې. متيو د سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دوامداره مرستو ژمنه یې کړې ده.