د غوري د سمنټو د فابرېکې مسوولین وايي، چې په دې وروستېو کې د دغې فابریکې د سمنټو د تولید کچه لوړه شوې ده. د یادې فابریکې کارکوونکي وايي، چې اوس د یادې فابریکې د کار کوونکو معاشونه پر وخت ورکول کېږي او د دوی ستونزو ته پام زیات شوی دی. د دې فابریکې مسوولین ادعا کوي، چې د غوري د سمنټو کیفیت له نورو هېوادونو د راواردو شویو سیمنټو په پرتله لوړ دی. د غوري سمنټو فابریکه د افغانستان د پرمختیايي شرکت لخوا پر مخ بېول کېږي.