یوه ایراني چارواکي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي. هغه زیاته کړې چې د دغو بندیانو نوملړ هم سرپرست حکومت ته استول شوی دی، څو د هویت له تثبیت وروسته، د ایران له زندانونو د افغان کډوالو د لېږد لومړی پړاو پیل کړي. دغه چارواکي همدارنګه ویلي، تمه کېږي چې، د روان کال تر پایه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد دوه یا درې پړاوه بشپړ شي. د ایران دغه قضایي چارواکي دغهراز زیاته کړې، چې په ایران کې تر ټولو زیات زندانیان افغان کډوال دي، چې د توکو د قاچاق، غلا او وژنې په جرمونو زنداني شوي دي. له دې سره هممهاله، د سرپرست حکومت عمومي ویاند ویلي،چې په تېرو درېیو کلونو کې له ایرانه افغانستان ته ۴۰۰۰ افغان زندانیان رالېږدول شوي دي.