د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزیر نورجلال جلالي چین ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي له مرستيال سره ليدلي. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې ليدنه کې د ملاريا، نري رنځ، پوليو او نورو ورته ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي په تړاو خبرې شوې دي. دغه راز په دې ناسته کې، طبعي پېښو ته پر وخت ځواب ويلو، د روغتيايي وضعيت د ښه مديريت، د ناروغيو د سرويلانس او په دې برخه کې د افغانستان عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې او روغتيايي برخه کې د همکاريو په پراختيا هم خبرې شوې دي.