بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسيې فدراسیون د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تاييد هرکلی کړی چې له مخې به يې د ا.ا د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېست څخه و اېستل شي. په یاده اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل دي او د پام وړ پرمختګ دی.