د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله ال حنزاب، د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي، یوی شیایویونگ سره په قطر کې کتلي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوحې او بېجینګ ترمنځ د همکارۍ اړیکو او د افغانستان د تحولاتو په اړه خبرې شوې دي.