د ډېپلومات مجلې په یوه خپاره کړي مطلب کې ویل شوي، چې ازبکستان له سرپرست حکومت سره په اړیکو کې له امنیتي محوره سیاست څخه د عملي او اقتصاد محوره سیاست پر لور روان دی. د دغه مطلب لیکوالان وايي، تاشکند د قوش تېپې پروژې د پليکېدو ملاتړ کوي، خو دا ملاتړ به د نړۍوالو معیارونو د رعایتولو، د اټکلي چاپېریالي ګواښونو د کمښت ډاډمنولو او د ټولو اړوندو اړخونو لپاره د اوږدمهاله ګټو د تضمینولو په شرط وي. د مطلب لیکوالانو د قوش تېپې کانال پروژه د دوهاړخیزې همکارۍ لپاره یو احتمالي ټکی بللی او ویلي یې دي چې د دغه کانال اوبه به د پولې دواړو غاړو ته مېشت ازبکان تغذیه کړي. د تاشکند د نړۍوالو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا د مطالعاتو مرکز مشر حمزه بولتایف او د دغه مرکز لوړپوړي څېړونکي اسلامخان غفاروف د «افغانستان په شمال کې د ازبکستان د تحول ستراتېژي» تر سرلیک لاندې مطلب کې له سرپرست حکومت سره د تاشکند له امنیتي محوره سیاست څخه عملي او اقتصادي محوره سیاست ته، بحث کړی دی. لیکوالانو یې ویلي چې تمه کېږي له افغانستان به د ازبکستان اړیکې په ۲۰۲۵ کال کې لوړې کچې ته ورسېږي.