نن د ټاکنیز کمپاین درېیمه ورځ ده. کاندیدان د مخامخ لیدنو، غونډو، مرکو، پوسټرونو او اعلانونو له لارې خلکو ته خپل پیغام رسوي او ترې غواړي چې دوی ته رایه ورکړي. کمپاین د کاندیدانو حق دی، خو اوسنی کمپاین څومره له اصولو سره سم روان دی؟
په روان کمپاین کې څو اساسي ستونزې دي چې د اصولو خلاف دي او کمپاین یې خلکو ته په سرخوږي بدل کړی دی.
لومړی: ډېری کاندیدان د وکیل له دندې او صلاحیته لوړ شعارونه ورکوي او دا د خلکو د تېر ایستلو او له هغوی څخه د رایې اخیستلو لپاره ناوړه هڅه ده.
دویم: کاندیدان خپل پوسټرونه په داسې ځایونو لګوي چې هلته د پوسټرونو لګول ناسم کار دی. په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې دوی پر شخصي ملکیتونو له اجازې پرته پوسټرونه لګوي. دغه راز پر دولتي ودانیو، عامه تاسیساتو او ان پر ټرافیکي لوحو خپل پوسټرونه لګوي چې دا ناسم او د اصولو خلاف کار دی.
درېیم: کاندیدان ښارونه چټلوي او د دوی له خوا بې ځایه لګول شوو پوسټرونو ښارونه بد رنګ کړي او دغه راز اضافي کاغذونه یې هم په ښار کې د کثافاتو د زیاتېدو لامل شوي دي.
څلورم: لا هم ځیني کاندیدان دولتي امکانات کاروي. دوی له دولتي امکاناتو، موټرونو او تجهیزاتو استفاده کوي. په ښار کې پر دولتي موټرونو او ان د پولیسو او اردو پر رېنجر موټرونو موږ د کاندیدانو تصویرونه وينو چې دا د اصولو خلاف کار دی.
پنځم: ځیني کاندیدان له ټاکلې اندازې زیات لګښت کوي. د ټاکنو کمېسیون له خوا کاندیدانو ته په کم نفوسه ولایتونو کې شاوخوا یو میلیون او په ګڼ مېشتو ولایتونو کې د څه باندې دوو میلیونو افغانیو لګښت جواز شته، خو ځینې کاندیدانو په لومړۍ ورځ همدومره لګښت وکړ. ځینې کاندیدان همدا اوس هره ورځ تر یو میلیون افغانۍ لګوي. په دې ډول دوی تر ټاکلې اندازې زیات لګښت کوي.
شپږم: ځینې کاندیدان د نورو پر تخریب او سپکاوي بوخت دي. د یوه خصوصي ټلوېزیون مالک چې کاندید هم دی پر خپله رسنۍ د نورو وکیلانو د جګړې ویډیو خپروي او بیا پسې خپل پیغام راولي. دا او دې ته ورته ګڼې نورې سرغړونې هم شته چې په لومړۍ ورځ لېدل شوې دي.
د ټاکنو کمېسیون وايي چې یوه کمېټه به دا سرغړونې څېړي او سرغړوونکو کاندیدانو ته به جزا ورکوي. دا جزا له نغدي جریمې نیولې او ان له لېسته د کاندید تر اېستلو پورې رسېدلی شي. که اوسني کمپاین او بیا دې کوچنۍ کمېټې ته وګورو، ښکاري چې د دغو سرغړونو څېړنه د دغه کمېسیون له توانه وتلې خبره ده. ښايي ځینې کاندیدان جریمه شي، پر ځینو فشار راشي، خو ډېری کاندیدان چې سرغړونه کوي، همداسې خلاصې تڼۍ به ګرځي. که دوی جریمه هم شي، جریمه به ورکړي، خو سرغړونو ته به دوام ورکړي. له همدې امله تمه نشته چې د ټاکنو کمېسیون به د دغو سرغړوونکو مخه ونیسي او یا به هم قانون پرې عملي کړي.
دلته اوس قضاوت خلکو ته پاتې کېږي. خلک باید وګوري چې سر له اوسه څوک قانون تر پښو لاندې کوي او څوک اصول ماتوي. خلک باید دغو کسانو ته رایه ور نه کړي، ځکه چې اوس ناقانونه کارونه کوي، کله چې دوی وکیلان شي، بیا خو به ډاډه قانون تر پښو لاندې کوي.