د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د ا.ا لومړیتوب خبرې اترې دي او نه غواړي چې کړکېچونه تر داسې کچې ورسېږي چې د دواړو لورو له کنټروله ووځي. هغه په کابل کې د پاکستان د سفارت د تړل کېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې که د پاکستان د نظامي رژیم بریدونه دوام وکړي، نو دا هم یو له انتخابونو څخه کېدای شي؛ خو د هغه په وینا، «اوس مهال د افغانستان ا.ا باید زغم ولري.» مجاهد ویلي، په مناسب وخت کې به د پاکستان د نظامي رژیم د یرغل په وړاندې متقابل ځواب ورکړي. هغه د دې ځواب د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې دغه ځواب به «غاښ ماتوونکی» وي.






































