د برېتانيې د سوداګرۍ وزير کريس براينټ د جولای په ۱۵مې نېټې ومنله، چې هېواد به یې له هغو اسرئيلي مېشتو سیمو سره سوداګري پای ته ورسوي، چې په نړيواله کچه غیر قانوني ګڼل کېږي.
کريس براينټ ويلي، په دغو بنديزونو کې به د وارداتو او صادراتو په شمول ټولې سوداګریزې چارې شاملې وي.
براینټ دا نه دي ويلي، چې دغه بندیزونه به کله عملي کوي.
برېتانيا له اوږدې مودې راهيسې د اردن سیند په لوېديځه غاړه او نورو سيمو کې د اسرائيل د غیر قانوني مېشتځايونو له جوړولو سره مخالفت کوي او د اسرائيل دغه کړنه له نړيوال قانون سره په ټکر کې بولي.






































