د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۶مې نېټې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځيرکتيا نړیوال کنفرانس په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې ټيکنالوژي باید د بشري ټولنې د پرمختګ او سمسورتيا سبب وګرځي.
لين جيان ويلي، د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ د بشر په ګډې هوساينې پسې تړاو لري او چين د هر هېواد له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د ايډيالوژیو له مخې پارټ بازي او پر نورو تخنيکي بنديزونه لګوي.
هغه ويلي، چين د مصنوعتي ځيرکتيا په برخه کې د پرمختګ او امنيت د همغږۍ هڅې کوي او غواړي له بېلابېلو خواوو سره تجربې شريکې او په نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا نوښتګره وده لوړه کړي.
لين جيان زياته کړې، د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځيرکتيا نړیوال کنفرانس او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپورې غونډه به د جولای په ۱۷مه نېټه په شانګهای ښار کې پرانيستل شي او چين به له دې فرصت څخه په استفادې له بېلا بېلو خواوو سره صميمانه نظرونه شريک کړي او د اجماع هڅې به وکړي، څو د مصنوعي ځيرکتيا له نعمت څخه زيات پرمختيايي هېوادونه برخمن شي او ټيکنالوژيکي پرمختګ د بشري ټولنې په پرمختيا او سمسورتيا کې رښتينی رول ولوبوي.






































