د برېتانيې لومړي وزير کيير سټارمر د جولای په ۱۶مې نېټې د اوکراين پلازمېنې کيف ته د سفر په ترڅ کې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې له سويډن سره په ګډه اوکراين ته ۱۶ نوې عصري جنګي الوتکې برابرې کړي.
هغه په همدې ورځ د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره لیدلي او وروسته دواړو په يوې خبري ناستې کې ګډون کړی و. دا د لومړي وزير په توګه له کیف څخه د سټارمر وروستۍ ليدنه وه.
سټارمر رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې له سويډن سره په ګډه اوکراين ته ۱۶ سويډني ګريپين جنګي الوتکې برابر کړي او د دغو الوتکو عمومي ارزښت به ۳۰۰ ميليونه يورو وي او د جوړولو لګښت به یې د برېتانيې پر غاړه وي.
نوموړي کیف ته د دغو الوتکو د ورکولو موخه د اوکراين په هوايي قلمرو کې د دفاعي وړتيا پياوړتيا، د دې هېواد د هوايي دفاع د جنګي سويې لوړوالی او د امنيت ساتنې په برخه کې له دې هېواد څخه ملاتړ ياد کړی دی.






































