د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۱۷مه نېټه په شانګهای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوترېش سره وکتل. ګوترېش د مصنوعي ځیرکتیا په نړیواله غونډه او د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په لوړپوړې غونډه کې د ګډون لپاره په چين کې دی.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، په تېرو ۱۰ کلونو کې ښاغلی ګوترېش د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ پر څو اړخيزم ټینګار کړی او په فعاله توګه د اقليمي بدلون په شمول نړيوالو ننګونو سره یې مقابله وکړه او چين يې ډېره ستاينه کوي. اوس مهال، نړيوال حالت له بدلونونو او ګډوډۍ سره مخ دی چې د رښتيني څو اړخيزم د عملي کولو او د ملګرو ملتونو د مقام او رول د بيا ژوندي کولو لپاره نورو هڅو ته اړتيا لري.
لومړی، د عدالت ساتل، دوهم، د نوښت په وخت کې د اصولو ساتل او درېیم، مسؤلیت پر غاړه اخیستل یاد شوي دي.
ګوترېش وویل چې ملګري ملتونه به له چین سره همکارۍ پیاوړې کړي، له یو اړخیزم، محافظت او ځورونې سره به مخالفت وکړي، د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال قانون به وساتي، د څو قطبي کولو پروسې ته به وده ورکړي او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې به خوندي کړي.






































