ایران ويلي، له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړيو شمېر يې صفر ته ښکته کړی دی او که امريکا خپلسرو کړنو ته دوام ورکړي، نو ياد تنګی به همداسې تړلی وساتي.
فارس خبري اژانس د جولای په ۱۹مې نېټې د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواکونو د یوې سرچينې په قول خبر ورکړی، چې اوسمهال هيڅ بېړۍ له هرمز تنګي څخه نه شي تېرېدلی او هره بېړۍ چې غواړي له دې تنګي څخه تېره شي، نو د ايران له بريد سره به مخ شي.






































