د ۲۰۲۶م کال د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د ډیجیټل ورېښمو لارې د پراختیا فورم د جولای د ۲۲مې نېټې په سهار د چين د شاانشي ولايت په شي ان ښار کې پرانيستل شو.
د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د ۵۲ هېوادونو او سیمو او ۷ نړیوالو سازمانونو شاوخوا ۸۰۰ میلمنو ګډون کړی و.
په دغه فورم کې، چې پر دغه سرليک “د ورېښمو ځيرکه لاره، ډیجیټل نوی سفر – په سایبر سپېس کې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړئ ” ترسره کېږي، د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتي، صنعتي، اکاډمیکي او څېړنیزو ادارو متخصصينو برخه اخيستې ده.
دوی به په دغه فورم کې د انټرنېتي سوداګرو د پراختيا، د ځيرکو وسايلو د ګډ نوښت د هڅونې او په اوسنۍ ډیجیټلي زمانې کې د کولتوري میراثونو د ساتنې په اړه بحثونه وکړي.





























