د ملګرو ملتونو د نړيوال انټرنېټ د امنيت د دايمي ميکانيزم لومړۍ غونډه د جولای له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د دغه سازمان په مقر کې ترسره شوه.
په ملګرو ملتونو کې د چين پلاوي ياد نړيوال ميکانيزم ته يو سند « په ډيجيټل او ځيرکې زمانې کې د نړيوال انټرنېټ د حکومتولۍ دريځ» وړاندې کړی دی.
په دغه سند کې راغلي، بېلا بېل هېوادونه دې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د منشور پر موخو او اصولو ټينګار ولري، د ډيجيټل حاکميت درناوی او د ټولشموله پرمختګ ملاتړ دې وکړي، خپلو شرايطو ته په کتو دې د ډيجيټل او ځيرک پرمختګ لارې غوره کړي، پر څو اړخيزم دې ټينګار ولري، په مؤثره توګه دې د مصنوعي ځيرکتيا په شمول د نويو ټيکنالوژيو له امله پر انټرنېټي شبکې د احتمالي امنيتي ګواښونو مخه ونیسي او د نوې زمانې د انټرنېټي شبکې نوی نړیوال قانون دې جوړ کړي.





























