جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په مانیلا کې د چین او اسیان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

جولای 23, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0
Screenshot

Screenshot

د چین او اسیان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جولای په ۲۲مې نېټې د فلیپین په پلازمېنې مانیلا کې ترسره شوه، چې پکې د اسیان د غړو هېوادونو خارجه وزیرانو او د اسیان سرمنشي هم ګډون کړی و.

دغه غونډه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د چین او اسیان د اړیکو همغږي کوونکي هېواد یعنې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر محمد حسن په ګډ‌ې مشرۍ ترسره شوه.

روان کال د چین او اسیان د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د ټینګېدو له ۵مې کلیزې سره برابر دی.

وانګ یي غونډې ته په وينا کې ويلي، د چين او اسیان د مشرانو د ګډو ستراتیژیکو لارښوونو په رڼا کې، د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ باثباته او چټکې شوي او ښې پایله يې ترلاسه کړې دي.

د چين او اسیان همکاريو د دواړو خواوو شاوخوا ۲ ميليارډو خلکو ته ګټې رسولي او د چین او اسیان د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره يې ډېر پياوړی بنسټ برابر کړی دی.

نوموړي ويلي، د چین او اسیان د اړیکو پرمختګ د دې ښکارندويي کوي، چې متقابل درناوی او باور د ښه ګاونډیتوب بنسټ او اخلاص د ګډ ژوند لاره ده او د ګډو ګټو پر اساس همکارۍ د بریالیتوب بنسټ دی او خلاصون او ټولشمولیت بیا د سوکالۍ لپاره اړین دي او دا ټول یې د دوام ارزښتناکې تجربې بللې دي.

وانګ یي ويلي، چین په دې وروستیو کې د کمونېست ګوند د تاسیس ۱۰۵مه کلیزه ولمانځله.

د چين کمونېست ګوند په تېرو ۱۰۵ کلونو کې د څه باندې یو ميلیارډ او ۴۰۰ میلیونو چینایانو په مشرۍ په دوامداره مبارزه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، د بشري تمدن پرمختګ ته یې وده ورکړې او د نړۍ د پرمختګ منظره یې بدله کړې ده.

وانګ یي په خپلو خبرو کې د چین او اسیان د همکاريو لپاره ۴ وړاندیزونه کړي:

 ۱- چین او اسیان دې په سیمه کې د سولې او پرمختګ چاپېریال وساتي. دواړه لوري دې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ تړون د لاسلیک د ۵۰مې کلیزې په درشل کې د سولې، همکارۍ، ور خلاصون او ټولشموله اسیايي ارزښتونو ته وده ورکړي او د نورو هېوادونو له غیر معقولو لاسوهنو سره دې ټينګ مخالفت وکړي.

۲-  چین او اسیان دې د سیمه ییز پرمختګ انعطاف لوړ کړي. دواړه خواوې دې پر خلاصون او همکاري ټینګار ولري، د پرمختګ ادغام دې نور هم ژور کړي، د چین–اسیان د ازادې سوداګرۍ سیمې درېیم پړاو (CAFTA 3.0) دې جوړه کړي، په لوړ کیفیت دې د سیمه يیزو جامع اقتصادي همکاریزو اړیکو تړون پلی کړي او په سیمه کې د غلو دانو او انرژۍ امنیت او د اکمالاتي سلسلې ثبات دې پياوړی کړي.

۳- چین او اسیان دې د نوښت او زرغون پرمختګ ته وده ورکړي. دواړه لوري دې د ډیجیټلي اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا او سمندري کیبلونو په ګډون نویو برخو کې همکارۍ پراخې کړي، د اسیان د ډیجیټلي اقتصاد چوکاټي تړون د سمون چارې دې ګړندۍ کړي او د اقلیمي بدلون، پاکې انرژۍ او زرغون رنګ په شمول ځينو برخو کې دې همکارۍ چټکې کړي.

۴- چین او اسیان دې د خلکو په مرکزیت جامع او مساوي پرمختګ ته وده ورکړي او ډاډ دې ترلاسه کړي، چې خپلمنځي همکارۍ يې د ټولو هېوادونو د خلکو لپاره ګټورې دي.

وانګ يي زیاته کړې، چین به له اسیان سره د غربت کمولو، عامه روغتیا او تعلیم په شمول بېلا بېلو برخو کې نظر تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د چین د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د بېجينګ دريځ بیان کړی او ويلي يې دي، چې د چین جنوبي سمندرګی د ټولو ګډ کور دی او په خبره يې، چین او اسیان هېوادونه دا هوښیارتیا او توان لري، چې د چین د جنوبي سمندرګي مسئله سمه اداره کړي او د سیمې هېوادونه دې د چین د جنوبي سمندرګي د اړخونو د عملیاتو اعلامیه پلې کړي.

بېلا بېلو خواوو د اسیان او چین د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د ټينګېدو له ۵ کلونو راهیسې د ګټورو لاسته راوړنو ډېره ستاینه کړې او په متفقه توګه یې چین د اسیان یو ډېر مهم دوست ګاونډی او د خبرو همکار بللی دی او هم یې د ټول اسیان ترټولو لوی سوداګریز همکار ياد کړی دی.

دوی ویلي، د اسیان او چین اړیکې اغېزمنې پايلې او ستر حیاتي ځواک لري او د ټولو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي.

وانګ یي د غونډې په څنډه کې د اسیان هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدلي دي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نړيوال بانک: د امريکا او ايران دوامداره شخړه ښايي د نړيوال اقتصاد پرمختيايي سرعت ۱.۳ سلنې ته ټيټ کړي

جولای 23, 2026

امريکا: پر ايران مو د نوي پړاو بريدونه پيل کړل

جولای 23, 2026

سعودي عربستان له امريکا سره د اټومي انرژۍ همکاريز تړون لاسليک کړ

جولای 23, 2026

وانګ يي د امريکا له خارجه وزير انټونیو روبیو سره ولیدل

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In