د چين دولتي تصديو د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې ښه پرمختګ موندلی او ټولټال ۱۴۰۰ ميليارډه يوانه ګټه یې کړې ده.
د چين دولتي تصديو په تېرو ۶ مياشتو کې د ثابتو شتمنيو پانګونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۵ سلنه زياته شوې ده.
د چين د دولتي شورا د دولتي سرمايو د څار او ادارې کمېټې د جولای په ۲۱مې او ۲۲مې نېټو کې د دغه هېواد د دولتي تصديو د مشرانو په سيمينار کې تازه شمېرې خپرې کړې دي.
د يادې کمېټې رئيس چنګ فو بو ويلي، د چين دولتي تصديو د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له مختلفو ننګونو او ناڅرګندو عواملو سره مثبته مقابله کړې او دوامدار پرمختګ يې موندلی دی.





























