د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۳مې نېټې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې اوسمهال واشنګټن او تهران په خبرو بوخت دي او دا یې د ایران لپاره د تړون د لاسلیک وروستی فرصت یاد کړی دی.
نوموړي ویلي، د امریکا او ایران خبرې د تهران په غوښتنه ترسره کېږي او سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هېوادونو له دغو خبرو ملاتړ کړی دی.
ټرمپ په ګواښنه ژبه ويلي، چې پر ایران د امریکا د لویې پيمانې د برید پلان لاهم شته او په خبره یې، غواړي د دغه سخت برید له ترسره کېدو وړاندې ایران ته وروستۍ فرصت ورکړي.





























