د جاپان د سنامجلس د دولتي چارو ادارې شمېرې ښيي، چې د تېر کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه يا په دغه هېواد کې د سانا تاکايچې په مشرۍ د حکومت له جوړېدو څخه د روان کال د جولای تر ۲۸مې نېټې پورې لږ تر لږه د ۳۶ ولایتونو ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو په وړاندیزپاڼې کې پر اوسني حکومت غږ کړی، چې باید هغه درې فقره ييز اصول مراعات کړي، چې له مخې يې دغه هېواد باید اټومي وسلې ونه لري، نه یې توليد کړي او نه يې هم واردولی شي.
جاپاني رسنيو د اګست په پنځمې نېټې خبر ورکړی، چې د دې هېواد د سيمه ييزو شوراګانو ياد شمېر د ۲۰۰۰ م کال په جولای کې د جاپان د ملي کانګرېس له خوا د سيمه يیزو شوراګانو د وړانديزپاڼو له منلو راهيسې نوی ريکاډ جوړ کړی دی.
د اټومي وسلو درې اصول په ۱۹۷۱م کال کې د جاپان د عوامو مجلس په عمومي غونډې کې تصويب شوي او د دغه هېواد د اټومي وسلو بنسټيزه تګلاره بلل کېږي.
جاپانې رسنيو د اګست په دوهمې نېټې د یوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې ۷۶ سلنه ګډونوالو له يادو اصولو څخه ملاتړ کړی او ۷۷ سلنه ګډونوالو یې د جاپان له هغې تګلارې سره مخالفت ښودلی، چې اټومي وسلې به د امريکا له خوا په دغه هېواد کې ځای پر ځای کېږي او دواړه هېوادونه یې په ګډه کارولی شي.





























